په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

15 می 2014 - 25 غویی 1393 د خپرېدو نیټه 18:11 گرینویچ

د افغان ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنو رسمي او وروستۍ پايلې اعلان کړې.

په ټاکنو کې هېڅ نوماند په کې ۵۰+۱ رايې نه دي پوره کړې.

د دغو پايلو له مخې عبدالله عبدالله په ۴۵ سلنه لومړی او اشرف غني احمدزي په ۳۱،۶ سلنه دويم ځای خپل کړی دی.

کمېسيون وايي د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې به اوس د همدغو دواړو کانديدانو ترمنځ د غبرګولي پر ۲۴مه وشي.

حفيظ الله معروف پرې له کابله راپور لري.