په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ترکیه کې درې ورځنې ملي ماتم اعلان شوی

14 می 2014 - 24 غویی 1393 د خپرېدو نیټه 13:26 گرینویچ

په ترکیه کې تر هغه وروسته درې ورځنی ملي ماتم اعلان شو چې ۲۰۰ کان کنستوونکي، د ځمکې لاندې، د کار پر وخت، په یوه چاودنه کې مړه شول.

دا پېښه پرون، په لوېدیځ ښار سوما کې وشوه.

د چاودنې پر مهال په کان کې شاخوا ۸۰۰ کسان وو.

لږ تر لږه ۲۰۰ کسان لا تر اوسه ورک دي.

د نورو پاتې شونو د موندلو هیلې هم په کمېدو دي.

جزییات په دې رپوټ کې چې امان الله عمران یې وړاندې کوي.