BBC navigation

د عکسونو البوم: د جلال اباد د عدلي چارو پر رياست برید

د خپريدو وخت: 16:19 گرینویچ - دوشنبه 12 می 2014 - 22 غویی 1393
  • د وسله والو کسانو دغه ډله ییز برید څلور ساعته دوام وکړ چې په پایله کې یې ۸ کسان ووژل شول.
  • په وژل شویو کې ۲ پولیس شامل دي. په ټوېټر د کورنیو چارو مرستیال وزیر لیکلي چې بریدګر درې تنه وو.
  • دغه برید کې د دریو بریدګرو او او منیتي ځواکونو تر منځ نښتې د سهار له نهوو بیا د ماسپښین تر یوې بجې دوام وکړ.
  • په دغه برید کې د درنو وسلو کارونه هم رپوټ شوی ده.
  • دغه ودانۍ اوس د امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده.
  • طالبان ادعا کوي چې برید دوی تر سره کړی دی.
  • طالبان وايي دغه برید یې د پسرلني عملیاتو پیلامه ده.
  • د ننګرهار عامې روغتیا روغتون چارواکي وايي اته جسدونه او ۱۲ ټپیان ور وړل شوي دي، چې وايي پنځه برسېرن ټبیان یې له درملنې وروسته کورونو ته لېږلي دي.
  • د جلال اباد پولیسو بي بي سي ته وویل چې ځانګړو ځواکونو یې ټول بریدګر وژلي دي.
  • د رپوټونو له مخې د ودانۍ په دویم پوړ کې ځینې مهم اسناد هم سوزېدلي دي.
  • د عدلیې ریاست دغه ودانۍ په یوه استوګنځي سیمه کې ده چې ګڼه ګڼو په کې هم ډېره وي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .