لاندینی غږیز مطلب ډونلوډ کړئ

اوچت کیفیت mp3‏ (5 میګابایټ)

سعادت: د ټاکنو په پایلو کې د هرڅه احتمال شته

27 اپریل 2014 - 07 غویی 1393 د خپرېدو نیټه 15:27 گرینویچ

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ۲۰ ورځې وخت لري چې د رايو په تړاو رسيدلي شکايتونه وارزوي او د ټاکنو وروستۍ نتېجې او دويم پړاو ته د ټاکنو د تلو خبره هم تر ډېره د شکايتونو کميسيون په ارزونې او پرېکړې پورې اړه لري.

د خلکو سترگې هم دغې کمېسيون ته وراوښتې دي چې ناپاکې رايې له پاکو رايو بېلې کړي او حق حقدار ته ورسوي.

پوښتنه اوس دا ده چې آيا کمېسيون به په ټاکل شوي وخت کې خپل کار پاى ته ورسوي، چې د مهال ويش له مخې د غويي پر ۲۴مه د ټاکنې وروستۍ پايلې اعلان شي؟

متین سمسور د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له مشر عبدالستار سعادت نه د یوې مرکې په پیل کې وپوښتل چې د نن ورځې (اپریل ۲۷مه) ماښام پورې کوم نوماند د لومړینو پایلو په اړه شکایت کړی کنه؟