BBC navigation

د عکسونو البوم: افغانستان کې د ټاکنو بهیر

د خپريدو وخت: 16:10 گرینویچ - شنبه‬ 05 اپریل 2014 - 16 وری 1393
  • ولسمشر حامد کرزي په کابل کې خپله رایه وکاروله او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې له ګواښونو او ستونزو سره سره له خپلو کورونو ووځي او خپله رایه وکاروي.
  • اشرف غني احمدزی: ''نن زه غواړم د افغاستان ولس ته مبارکي ووایم، دا ولس د ملي وحدت نمونه ده، ټولو په دې انتخاباتو کې په شوق او علاقه ګډون وکړ، د افغانستان دښمنانو ته یې ثباته کړه، چې هېڅوک زموږ د ملي ارادې مخې کې خڼد نه شي جوړولی."
  • د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله له رایه ورکولو وروسته هیله څرګنده کړه چې د ټاکنو ورځ به مخ په وړاندې یو ګام وي.
  • د انتخابات لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. ټول هغه موټر چې له نورو سیمو راتلل تالاشي کېدل.
  • د هېواد په کچه د ولایتونو شوراګانو د نوماندانو شمېر ۱۸۱۷ ته رسېږي.
  • افغان امنیتي ځواکونو نه یوازې دا چې د ټاکنو امنیت نیولی و په خپله یې هم په ټاکنو کې برخه واخیسته او خپلې رایې یې وکارولې.
  • سره له دې چې په ځینو سیمو کې باران اورېده د نارينه وو او ښځو اوږده کتارونه د رايې کارولو لپاره په مرکزونو کې ولاړ وو.
  • ورښتونو د رایې ورکولو بهیر یو څه ستونزمن کړی و خو له دې سره سره په ګڼ شمېر کې ښځو خپلې رایې وکارولې.
  • د ۱۵ بهرنیو سازمانونو ترڅنګ ۶۷ افغاني بنسټونو هم په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې څارلې.
  • سږکال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د هغو کسانو شمېر هم لږ نه و چې په لومړي ځل يې خپلې رایې وکارولې.
  • د هېواد په کچه د رای اچولو ۶۴۲۳ حوزې وې، چې د رای اچولو ټول ټال مرکزونو شمېر ۲۰۶۰۰ ته رسېږېده.‌د رای اچولو ۷۴۸ مرکزونه تړلي وو.‌
  • په ټاکنو کې د خلکو ګډون پراخ ښودول شوی او ویل شوي چې د دوی په منځ کې د پاخه عمر د خاوندانو شمېر هم کم نه و.
  • د رای ورکولو لپاره له دوه ډوله رنګونو کار اخیستل کېده، یو ډول یې د لیدلو وړ و او بل یې یوازې د ځانګړې شمې په مټ لیدل کېدای شي.
  • د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې یو کس د خپلې خوښې کاندید پسې رایه پاڼه ګوري.
  • دا ځل ۳۸۸۸۵۵۶ خلکو د رای اچولو کارتونه اخیستي وو چې ۱،۳ میلیون یې ښځې او ۲ میلیون سړي دي.
  • د کابل په وخت د رایه ورکونه د مازدیګر په پنځو بجو پائ ته ورسېده او په ځینو مرکزونو کې د رایو شمېرل پیل شول.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .