BBC navigation

د رايې کارتونو اخيستو لپاره ليوالتيا

د خپريدو وخت: 08:19 گرینویچ - چارشنبه 02 اپریل 2014 - 13 وری 1393

عکس اخيستونکی: رامين انوري

    • د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په نژدې کېدو کابل ښاريان د رايې ورکولو مرکزونو ته په لويو لويو کتارونو کې ولاړ دي.
    • د رايې ورکولو د کارتونو ډېری غوښتونکي سهار وختي د کارت اخيستلو لپاره د رايې ورکولو مرکزونو ته ورځي.
    • د خلکو زيات حضور دغلته پوليس اړ کړي، چې خلک کنټرول کړي او په کتارونو کې يې ودروي.
    • د افغانستان امنيتي ځواکونه په وروستيو ورځو کې ډېر بوخت دي. د ټاکنو امنيت د حکومت په لومړيتوبونو کې ځای لري.
    • په کابل کې چې نفوس يې شاوخوا پنځه ميليونه کسان اټکل شوی د رايو کارتونو ورکولو يوازې درې مرکزونه دي.
    • د نوم ليکنې په مرکزونو کې د ښځو حضور ښيي، چې په ټاکنو کې د ونډې اخيستو لپاره د ښځو ليوالتيا زياته شوې ده.
    • په دې پړاو کې تر اوسه له يو ميليون او ۳۰۰زره ډېرو ښځو د رايې کارولو کارتونه اخيستي دي.
    • نژدې دوه ميليونه او ۵۰۰زره نارينه و هم په دغه پړاو کې کارتونه اخيستي دي.
    • ولسمشر کرزي ويلي که شپږ ميليونه کسان هم په ټاکنو کې برخه واخلي، انتخابات مشروعيت پيدا کوي.
    • د ټاکنو خپلواک کمېسيون تمه لري چې شاوخوا ۱۳ ميليونه کسان به د رايې ورکولو په ورځ خپلې رايې وکاروي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .