ټاکنې او خلک؛ مزاریان څه غواړي؟

د خپريدو وخت: 04:06 گرینویچ - دوشنبه 31 مارچ 2014 - 11 وری 1393
    • کریم، موچي:

      هو زه کارت لرم. ټاکنې ځکه ما ته مهمې دي چې هیواد ارامه شي، زورواکي پای ته ورسېږي او فساد له منځه ولاړ شي. هغه چا ته رایه ورکوم چې کارخانې جوړې کړي او د کار زمینه برابره کړي.

    • عبدالحکیم، د قيمتي ډبرو پلورنکی:

      ټاکنې ما ته ډېرې مهمې دي او رایه ورکول یو مکلفیت دی چې باید خپل مشر وټاکو. هغه چا ته به رایه ورکړم چې لږترلږه ۵۰ فیصده خو وګړو ته کار وکړي، په ځانګړې توګه د امنیت، د رغونې او کارموندې په برخه کې باید خدمت وکړي. په افغانستان کې هیڅوک سل په سلو کې فعالیت نه شي کولای.

    • صفورا یوسفي، زده کوونکې:

      دا ټاکنې د تیرو دورو په پرتله توپیر لري او هوډ لرم چې په ټاکنو کې ګډون وکړم.

      هیله مې دا ده هر څوک چې واک ته ورسیږي باید قوم پرستي ونه کړي، چې زموږ هیلې او د هیوادوالو هیلې پوره شي.

    • محمد اسماعیل عرب، غالۍ پلورونکی:

      راتلونکې ټاکنې به د خلکو د سوله ييز ګډون پر بنسټ یوه ښه لاره وي.

      زه به هغه چا ته رایه ورکړم چې مسلمان وي او کومې وعدې چې د تلویزیون له لارې کوي هغه عملي کړي.

    • احمد جواد

      هغه چا ته به رایه ورکړم چې د باور وړ وي او یوازې یوه ځانګړي قوم او ملیت ته کار ونه کړي. داسې يو څوک چې خلک ترې راضي وي او خلک يې وپيژني.

    • نګینه توانا، زده کوونکې:

      په ټاکنو کې ګډون کوم او یوه نوماند ته د یوې رایې په ورکولو سره خپل برخلیک هغه ته سپارم.

      په دې تمه یم چې راتلونکی ولسمشر یو داسې کس وي چې وکولی شي امنیت ټینګ کړي او و کولی شو په ساده ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.

    • لطیفه کریمي، پولیسه:

      زه په ټاکنو کې ګډون کوم او زما هیله دا ده هغه څوک چې ټاکل کیږي باید زموږ د نن ورځې ستونزې درک کړي، او حل کولو لپاره یې لاره پیدا کړي د ښځو حقونو ته زیاته پاملرنه وکړي. د بې عدالتۍ، ناامنۍ او فساد پر وړاندې مبارزه وکړي. د سولې راوستل زموږ اساسي هیله ده.

    • نور اغا، ترافيک:

      ټاکنې یوازې ما ته نه بلکه ټولو هیوادوالو ته د ارزښت وړ دي، ځکه له دې لاری نه موږ خپل مشر، ولسمشر او پاچا ټاکو.

      وروسته له دې ارامۍ ته اړتیا ده موږ سوله، ارامي او سوکالي غواړو، هغه چا ته رایه ورکوم چې صادق او حق پيژندونکی وي.

    • لطف الرحمن، د نادولتي موسسې کارکوونکی:

      انتخابات د خلکو برخليک ټاکي. خلک بايد د قوميت پر بنسټ رايې ور نه کړي. خلک غواړي پوه شي نوماندان څه پروګرامونه لري. تمه لرم هر کانديد چې بريالی کېږي پروګرامونه يې په اقتصاد، امنيت، کارموندنې او د خلکو په ژوند کې اغېزمن وي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .