هلمند کې ټاکنیز چمتووالی او د امنیت ښه کېدل

27 مارچ 2014 - 07 وری 1393 د خپرېدو نیټه 13:19 گرینویچ

هلمند د افغانستان یو له نسبتاً نارامو ولایتونو دی، چې په وروستیو کې دغه ولایت د بي بي سي ورغلې خبریاله وايي، چې هلته ولایتي شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو ته کمپاینونه ښه روان دي او د دغه ولایت امنیت هم د پخوا په پرتله ښه شوی.
که څه هم د تل په څېر په سوېلي هلمند ولایت کې ژوند نارمل دی، خو ټاکنو ته د چمتووالي له امله په دې ولایت کې ناامني کمه شوې ده.
خلک د ښار په کوڅو او واټونو کې د ټاکنو په اړه خبرې او بحثونه کوي.
د هلمند ولایت په مرګز لښکرګاه ښار کې هرځای ټاکنیز اعلانونه لګول شوي.
د هلمند د نورو سیمو په پرتله، لښکرګاه ښار کې ټاکنیز کمپاینونه ښه روان دي.
په لښکرګاه ښار کې د رغونې کارونه روان دي، او د ښار وضعیت د تېرو کالو په پرتله د پام وړ بدلون موندلی.
د عیدګاه جومات د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې پروت دی.
د ښارولۍ کارکوونکي د لښکرګاه ښار په واټنونو کې د نويو نیالګیو د کېنولو په حال کې.
د افغانستان په سوېل کې لښکرګاه یو له مهمو ښارونو څخه دی.
هلمند په تېرو کلونو کې له ناامنه ولایتونو ګڼل کېده.
د لښکرګاه زیاتره واټونه د ټاکنو په انځورونو پوښل شوي.
د لښکرګاه امنیت د تېرو کلونو په پرتله ډېر ښه شوی، خو له خلکو سره دا اندېښنه شته که چیرې ټاکنې په سم ډول ونه شي، نو د لښکرګاه امنیت به بېرته خراب شي.
خلک له دې امله اندېښمن دي، که چېرې نوماندان د ټاکنو پایلې ونه مني، د ناامنیو وېره شته.
د ټاکنیز کمپاین یوه بېلګه.
لښکرګاه کې ګرمې ټاکنیزې مبارزې.
په وروستیو کې هلمند کې د کوکنارو د کښت اړولو مبارزه زیاته شوه.