په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

٤٠% افغانان له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي

26 مارچ 2014 - 06 وری 1393 د خپرېدو نیټه 18:16 گرینویچ

ډېری افغانان لا تر اوسه د څه د پاسه دريو لسيزو جګړې له اغېزو او پايلو رنځېږي، چې يوه ستونزه يې هم د مناسبو رغتيايي خدمتونو نشتوالی دی.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې تر ۴۰ سلنې پورې افغانان روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، او ډېر دغه ډول خلک په لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي چې رسېدا ورته سخته ده.

خو اوس ځينې ډاکټران داسې ټکنالوژۍ ته مخه کوي چې له لرې پرتې، د ناروغانو د رنځ تشخيص او درملنه وکړي.