لاندینی غږیز مطلب ډونلوډ کړئ

اوچت کیفیت mp3‏ (3.3 میګابایټ)

ولې یونس قانوني د ولسمشرۍ مرستيالۍ ته غوره شو؟

18 مارچ 2014 - 27 کب 1392 د خپرېدو نیټه 16:06 گرینویچ

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ سرچينې وايي محمد يونس قانوني د افغانستان د ولسمشر لومړۍ مرستيالۍ لپاره غوره شوى او د باور د رايې تر لاسه کولو لپاره پارلمان ته پېژندل کېږي.

د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې، د جهادي مشرانو او سیاسي سټو په ګډون جوړه شوې يوې غونډه کې، لومړۍ مرستيالۍ ته د ښاغلي قانوني نوم د رایو په اکثریت غوره شو، او ولسمشر هم پرې هوکړه وکړه.

يونس قانوني د جمعيت اسلامي غړى او په ولسي جرگه کې د کابل د خلکو استازى دى.

محمد يونس قانوني که له پارلمانه د باور د رايې په ترلاسه کولو کې بريالى شي نو رسما" به د افغانستان د ولسمشر لومړى مرستيال شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشريزو ټاکڼو ته يواځې څو اوونۍ پاتې دي.

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستيالۍ لپاره گڼ نومونه مخې ته راتلل نو په دوى کې د يونس قانوني نوم ولې غوره شو، او د ولسمشرۍ پر ټيم به يې اغېز څه وي؟ دا پوښتنه یما بارز له ژورناليست او څېړونکي مطيع الله اباسين نه د مرکې په پېل کې کړې ده.