په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جاپان څونامي کې د وژل شویو یاد

11 مارچ 2014 - 20 کب 1392 د خپرېدو نیټه 16:32 گرینویچ

د جاپان هغو ښارونو او سيمو کې د ياد مراسم ترسره کېږي، چې درې کاله مخکې څونامي او زورورې زلزلزې ويجاړ کړي وو.

په توکيو کې امپراتور اکيهيتو او مېرمن يې ميچيکو هغو اتلس زره خلکو ته د درناوي مراسمو مشري کوله چې د سمندرغاړې سيمې یې د څونامي څپو لاندې کړې او مړه شول.

څونامي د فوکوشيما اتومي بټۍ ته هم زيان واړاوه چې ورسره لس ګونه زره خلک له خپلو مېنو وتلو ته اړ شول.

د جاپان حکومتي شمېرې ښيي چې له فوکوشيما سيمې وتلو خلکو ترمنځ ۱۶۰۰ يې د اندېښنو، ځانوژنې او يا هم تنګسې له امله مړه شوي دي.

په دې اړه نور په دې وېډیويي رپوټ کې چې ثنا ساپۍ یې وړاندې کوي.