BBC navigation

د مارشال فهیم ژوند ته لنډه کتنه

د خپريدو وخت: 14:30 گرینویچ - سه شنبه 11 مارچ 2014 - 20 کب 1392

ميډيا پلير

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم په کابل کې خاورو ته وسپارل شو. د ٥٦ کلن مارشال د جنازې مراسم په ولسمشرۍ ماڼۍ 'ارګ' کې ترسره شول.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

د ٥٦ کلن مارشال د جنازې مراسم په ولسمشرۍ ماڼۍ 'ارګ' کې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د لوړپوړو افغان چارواکو ترڅنګ، د نژدې ۵۰ هېوادونو استازو هم ګډون درلود.

ښاغلی فهیم د تېرې یکشنبې په ورځ مړ شو، او افغان حکومت يې په مړينه درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی و.

محمد قسیم فهیم د ځینو په اند، د نويیمې لسیزې کورنیو جګړو کې د ښکېلتیا له امله یوه لانجمنه څېره وه.

پر ده نیوکې هم کېدې، چې ګني پر لوړو حکومتي څوکیو یې خپل ګوندي ملګري او خپلوان ګومارلي دي.

خو ولسمشر کرزي بيا خپله وينا کې دی په هېواد مين او خواخوږى وباله.

د فهيم تېر ژوند ته وړانګه عليزۍ ځغلنده کتنه لري.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .