BBC navigation

سوېلي اسیا کې ازدي په څه معنا ده؟

د خپريدو وخت: 07:15 گرینویچ - جمعه 28 فبروري 2014 - 09 کب 1392
    • انضمام جاوید دغه انځور د پاکستان بلتستان ګیلګیټ پخپل یوه بڼ کې د وخت ثبولو د آلې په کارولو سره اخیستی دی. د هغه په اند ازادي ډېرې ژوې معناوې لري. "د نړۍ په پرمختګ سره، زما هېواد پاکستان د پرمختګ پرځای شاتګ ته مخه کړې ده. ازادي". دی وايي: "هیله من یم چې یوځل بیا د لمر وړانګې ووینم".
    • وینکاتاکریشنان نرایانان دغه انځور د د هند کیرالا په ګوروایور کې د فیل د لمبېدو پرمهال اخیستی دی. دی وايي دغه مخلوق د ځان په مینځلو سره له خپلې ازادۍ خوند اخلي.
    • د بنګله دېش رابطه بارواتي وايي د هند په اتراکنډ هاتا غرنۍ دره کې د ګرځېدو پرمهال د زادۍ احساس کوي. هغه په واورینه فضا کې له ستړیا پرته لوړې څوکې ته د رسېدو په هڅه کوې وه.
    • د جنوبي پنجاب یوه کورنۍ د خپلې سرپناه لپاره له ونو ګټه اخلي. عمار شاکر جاجا له دېوالونو پرته یوه ځای کې په اوسېدو د ازادۍ احساس کوي. "ما دوی کینې ته وهڅول، ځکه مې ورته ویل چې د پاکستان لاهور ښار کې اوسېږم. هلته چې په چارچاپېر یې یوازې خښتې او تیږې دي".
    • د وېنوډ نېلسن لور د نوي ډیلی د سیل په یوه ځای کې په پوکڼیو پسې ده. معمولاً د دوی کورنۍ په کابل کې اوسېږي، خو لور ته یې په کوڅو کې د ساتېرۍ او نڅېدو اجازه نه ورکوي. وېنوډ او د هغه مېرمن جوویتا توماس په دې هیله او سوچ کې ده، چې یوه ورځ افغانستان کې نجونې دا ډول ازادي ولري.
    • حمیده محب الله وايي، کله یې چې د کابل د یوې منظرې دغه انځور اخیست، د خوځښت احساس یې وکړ. ‎دغه ارامه فضا داسې په ډاګه کوي، چې ګني د افغانستان په ګرده نړۍ کې "تر ټولو ډېر ارامه هېواد دی، او داسې لکه په تېرو ۳۵ کلونو کې چې هېڅ جګړه او ویجاړي نه وي رامنځ ته شوې".
    • دغه سړي د پاکستان بهاولپور کې د یخنۍ له کبله ځان په پټو کې پېچلي. انځور اخیستونکی سید ارسلان بخاري وايي: "ښکاري چې له خپل چاپېریال بې خبره وي او پخپله نړۍ کې سوچ کوي او هوا ته یې هېڅ فکر نه وي".
    • د افغانستان هلمند ولایت برتانوي پوځي اډه (کمپ بوسټین) کې د یوه سړي لپاره د سوچ تر ټولو ارامه فضا. مارک ډي رونډ چې دغه انځور د ۲۰۱۱ جولای کې اخیستی، وايي انځور په ډاګه کوي چې دغه سړي ته په افغانستان ځپلي هېواد کې د جګړې د قانونمندۍ په اړه پوښتنې پیدا شوې.
    • انیرودا شرما هغه مهال د لا ډېرې ازادۍ احساس کوي، کله چې له خپل کاري دفتره لیرې په تازه هوا، پاکو کوڅو، سمندر، غرنۍ سیمه او یا زرغونه فضا کې وي. دغه انځور د هند شمالي پرادیش کې همیاچا اخیستی دی.
    • ژونا تشونګ د هند پونه کې سبق وايي، خو په ۲۰۱۱ کال خپل اصلي ټاټوبي بوتهان ته د خپلې کورنۍ لیدلو لپاره ستنه شوې. د پارو تاریخي دره د هغې ټاټوبي ته څېرمه پرته ده، چې تر بل هر ځای نوموړې هلته د ډېرې ازادۍ احساس لري.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .