BBC navigation

د چینايي نوي کال لمانځنې

د خپريدو وخت: 17:25 گرینویچ - شنبه‬ 01 فبروري 2014 - 12 سلواغه 1392

د نړۍ په لرو بر کې له يو ميليارډ ډېر وگړي نوى چينايی کال ولمانځه. سږنى کال د اس دى چې له چټکتيا او بري سره تړل شوى دى. چينايي فال کتونکي خو ان دا وايي چې دا به د ونډو بازارونو د غوړېدا کال وي.

    • یوه چینایې ولسي هنرمنده د میلې د پرانستنې په مراسمو کې خپل هنر وړاندې کوي. دا هنرمنده د لکونو هغو کسانو له ډلې یوه ده چې د نوي کال له پیل مخکې یې نوی کال ولمانځه. چین کې نوی کال د ۲۰۱۴ د جنورۍ په ۳۱مه پیل شو.
    • په بیجینګ کې د معبد میلې پرمهال یو کس له خپلې خولې نه اور وباسي.
    • چین کې د نوي کال په ورځ رخصتي وي او په دې مناسبت خلک اور لوبه هم کوي.
    • په شنګهايي کې هم لکه د نورو ښارونو په څېر نوی کال چې د اس په نامه نومول شوی ولمانځل شو.
    • په دې تصویر کې دغه هنرمند له خپلې خولې نه د ټوکرونو په ایستلو خپل هنر د میلي ګډنوالو ته وړاندې کوي.
    • د فیلپین د پلازمېنې مانیلا په چینا ټاون کې هم چینايانو نوی کال ولمانځه.
    • په سینګاپور کې د چینايي نوي کال د لمانځنې یو تصویر.
    • په کمبوډیا کې اوسیدونکو چینایانو د نوی کال تود هرکلی وکړ.
    • د سوهارتو د واکمنۍ پرمهال چینایانو نوی کال نه شو لمانځلی خو اوس په جاکارتا او د اندونیزیا په نورو ښارونو کې چینایان کولای شي خپل نوی کال ولمانځي.
    • د مالیزیا په کولالمپور ښار کې چینانو د ښې راتلوونکې په هیله ونې له برېښنايي ګروپونو پوښلې وې چې خلکو ورسره تصویرونه هم اخیستل.
    • سره له دې چې باران و د لندن په چینا ټاون کې له موم نه جوړ د بروس لي او جیکي چن مجسمې ایښودل شوې وې.
    • د شنګهايي اقتصادي مارکیټ د نوي کال پرمهال تش و، ځکه چې په سلګونه کسان د نوي کال د لمانځنې لپاره خپلو کلیو او کورونو ته تللي وو.
    • د نوي کال د نمانځني لپاره په ګڼ شمېر کې چینایانو له ښارونو خپلو کلیو ته ځانونه رسول. دا کورنې د ۶ سوو زرو کسانو برخه ده چې د نوي کال د لمانځنې لپاره خپلو کورونو ته تلل.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .