BBC navigation

چين کې د کنګلونو نړيوال فیستيوال

د خپريدو وخت: 07:52 گرینویچ - 05 جنوري 2014 - 15 مرغومی 1392
    • په چين کې هر کال د کنګل/يخي نړیوال فيستيوال جوړېږي، چې سږکال نن (یکشنبه، ۵ جنوري) پرانستل شو.
    • د دغو مجسمو په جوړولو کې له ۱۸۰زره متره مکعب کنګل/ يخي او د ۱۵۰زره متره مکعب واورې نه کار اخيستل شوی.
    • د کنګل د فېستيوال د توکو جوړولو لپاره اړينه ده چې د تودوخې درجه بايد له صفره ښکته وي.
    • څه دپاسه ۷۰۰۰ کسان د هغو مجسمه جوړوونکو مرستې ته وربلل شوي، چې د کنګل نه خيالي ودانۍ جوړوي.
    • مجمسه جوړوونکو له کنګل او واورې نه د نړۍ د مشهورو دنګو او ښکلو ودانيو نمونې ښکلې دي.
    • د کنګل دغه فیستيوال په هاربن کې جوړ شوی دی.
    • له کنګل او واورې جوړې دغه ودانۍ او مجمسمې نه يوازې دا چې له بهره لېدل کېږي، بلکې دا امکان هم شته چې ځينو ودانيو ته څوک دننه هم ورشي.
    • فېستيوال پر داسې ځای کې جوړ شوی، چې کله ناکله په کې د تودوخې درجه منفي ۳۵ ته رسېږي.
    • د هاربن فېستيوال د ګډونوالو لپاره د ساتېرۍ لپاره نور شيان هم جوړ شوي، لکه په يخ څښېدل.
    • دغه فېستيوال به د راتلونکې فبرورۍ مياشتې تر ۲۸مې د نندارچيانو پر مخ پرانستی وي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .