په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اماراتو کې د اوښانو د ښکلا ملکې ټاکلو سیالي

20 دسمبر 2013 - 29 لیندۍ 1392 د خپرېدو نیټه 12:21 گرینویچ

د عربي متحده اماراتو زاید ښار د هغو نژدې ۲۵ زرو اوښانو د غوره اوښې ټاکلو د سیالۍ کوربه دی، چې هرکال هلته ترسره کېږي.

دغې مسابقې ته د عربي نړۍ له ګڼو ښارونو اوښان لېږدول شوي، چې مسابقه کې د درو لومړنیو اوښانو جایزه تر پنځلسو میلیونو ډالرو پورې رسېږي.