BBC navigation

د عکسونو البوم: کیمرون، هلمند او د فوټبال ډيپلوماسي

د خپريدو وخت: 19:01 گرینویچ - سه شنبه 17 ډسمبر 2013 - 26 لیندۍ 1392
    • د دوشنبه پر ورځ د برتانیا لومړي وزیر ‌ډېوېد کیمرون هلمند ته د سفر پر مهال ویلي ځواکونو يې خپله دنده پای ته رسولې او سرلوړي به کور ته ستنېږي.
    • ښاغلی کیمرون په داسې مهال کې د هلمند د بسټین پوځې اډې ته ورغلی و چې بریتانوي ځواکونه یو کال وروسته له افغانستانه وځي.
    • برتانیا لومړي وزیر وویل سرتېري یې ځکه افغانستان ته تللي وو دغه هېواد یو ځل بيا د ترهګرو په ځاله وانه وړي.
    • د برتانیا له لومړي وزیر کیمرون سره د انګلستان پخوانی لوبغاړی مایکل اوېن هم مل و. دواړو د فوټبال لوبډلې د ودې په موخه یو نوی پروګرام پیل کړی چې له مخې به یې ښايي افغان لوبډله له انګلستان سره د لندن په ویمبلي لوبغالي کې لوبه وکړي.
    • دېوېد کیمرون له افغان فوټبال سره د مرستې ژمنه وکړه او دوی یې لندن کې لوبې ته ور وبلل.
    • نوموړی په هلیکوپتر کې د هلمند نهر سراج ولسوالۍ ته ورغی او له سرتېرو سره یې غرمني وخوړه.
    • ښاغلی کیمرون د کرېسمس جشن په مناسبت د خپلو سرتېرو لیدو ته ورغلی و.
    • وټبال ستوري اوېن له برتانیاوي سرتېرو سره په هلمند کې ولیدل او په پای کې یې یوه دوستانه لوبه هم وکړه او وویل زه نه پوهېږم چې سیاست به څه وي خو دا به ډېره په زړه پورې وي چې د جکړې پاي په یوه لوبه وشي.
    • د خپل سفر په ترڅ کې د لیورپول پخواني لوبغاړي او د فوټبال د ټولنې سفیر ماېکل اوېن وویل غواړي د لندن په ویمبلي لوبغالي کې د افغانستان ملي ټیم او انګلستان لوبډلې تر منځ سیالي وویني. لومړي وزیر ډېوډ کیمرون هم وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوبه یو ډېر ښه نظر دی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .