BBC navigation

د نړۍ ښځینه مشرانې

د خپريدو وخت: 06:17 گرینویچ - سه شنبه 17 ډسمبر 2013 - 26 لیندۍ 1392
    • د میلاوي ولسمشره جویس باندا د ۲۰۱۲ اپریل پر اوومه د مخکني ولسمشر بینجو وا موتاریکا تر مړینې وروسته ولسمشرۍ ته ورسېده. دا په هېواد کې لومړنۍ ښځینه ولسمشره ده. نوموړې د ښځینه حقونو په دفاع کولو شهرت لري.
    • د لایبریا اوسنۍ ۷۲ کلنه ولسمشره الین جانسن سیرلیف په افریقايي هېواد کې لومړنۍ ښځینه ولسمشره ده. هغه په (اوسپنیزه مېرمن) هم شهرت لري. اغلې سیرلیف په ۲۰۱۱ کال د نوبل د سولې جایزه هم وګټله.
    • شیخه حسینه خالد د بنګله دېش لومړۍ وزیره ده، چې د دویم ځل لپاره د ۲۰۰۹ جنورۍ کې لومړۍ وزیره شوه.
    • با کان هېه، د جنوبي کوریا منتخبه ولسمشره، پلار یې بارک چونګ هم ولسمشر و، چې ټیک ۱۸ کاله یې تر پوځي کودتا کولو وروسته واکمني وکړه.
    • د تایلنډ د وزیرانو شورا لومړنۍ مشره ینګلا شیناوات. نوموړې د ۲۰۱۱ اګست پر پنځمه مشره وټاکل شوه.
    • هله تورنیننګ شمیت، د ډنمارک اوسنۍ لومړۍ وزیره، چې له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا پر دې دنده پاتې شوې. له بارک اوباما سره د هغې د اخیستل شوي عکس په اړه نیوکې وشوې.
    • له ۲۰۰۹ کال راهیسې د توانیا ولسمشره دالیا ګریبوسکایټي.
    • د جرمني دیموکرات ایتلاف سیاستواله انګیلا میرکل، چې له ۲۰۰۵ راهیسې لومړۍ وزیره ده.
    • د سلووینیا لومړۍ وزیره الینکا براتوشیک چې د ۲۰۱۳ له فبرورۍ راهیسې یې مشري پرغاړه ده.
    • د ارجنټاین د مخکني ولسمشر مېرمن کریسټینا فرناندیز، په ۲۰۰۷ کال د ارجنټاین ولسمشره شوه. کریسټینا د دغه هېواد لومړنۍ ښځينه ولسمشره ده.
    • د برازیل لومړنۍ ښځينه ولسمشره دیلما روسیف له ۲۰۱۱ راهیسې د لویز ایناسیو لولا دا سیلوا ځایناستې ده.
    • پورتیا سیمپسن میلر په ۲۰۱۱ کال د جامایکا ټاکنو کې د وزیرانو د شورا مشره وه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .