BBC navigation

د نېلسن منډېلا وروستي مراسم

د خپريدو وخت: 07:24 گرینویچ - دوشنبه 16 ډسمبر 2013 - 25 لیندۍ 1392
  • نېلسن منډېلا د ۹۵ کلونو په عمر د روان دسمبر په ۵ مړ شو او ۱۰ ورځې يې وروستیو مراسمو دوام وکړ.
  • منډېلا په خپله پلرنۍ سیمه کونو کې خاورو ته وسپارل شو.
  • پوځیانو له وروستیو مراسیمو وروسته په ملي بېرغ کې د منډېلا نغښتی جسد کونو سیمه کې د غونډۍ پر سر هدېرې ته ورساوه.
  • هغه مهال چې نېلسن منډېلا خاورو ته سپارل کېده، کونډه یې ګراسا مېشل موجوده وه.
  • په کېږدۍ کې دننه د منډېلا انځور د ۹۵ شمعو تر شا ایښی و، چې هره یوه یې د هغه د ژوند د یوه کال په حساب بله کړله شوې وه.
  • د منډېلا پخوانۍ مېرمن ونې منډېلا مادیکېزیلا او کونډه یې ګراسا مېشل د هغه د جسد راتلو پر مهال منتظرې وې.
  • د منډېلا پخوانی ملګری پادري ډېسمونډ هم وروستیو مراسمو کې ګډون کړی و. نوموړي مخکې ویلي و، ده ته بلنه نه وه ورکړله شوې.
  • د نېلسن منډېلا کورنۍ غوښتي و، چې باید نوموړی په دودیز ژوها انداز خاورو ته وسپارل شي او په وروستیو مراسمو کې څو سوه کسان ګډون وکړي.
  • کله چې د منډېلا مړی د هغه له کوره د مراسمو کېږدۍ ته وړل کېده، د سویلي افریقا ځواکونو د توپونو سلامي ورکړه.
  • یو پادري د منډېلا کور ته مخ کړی او دوعا کوي.
  • په سویټو کې ددغې کورنۍ په څېر د سویلي افریقا په لر او بر کې ډېرو کسانو وروستي مراسم د ټلویزیون له لارې ولیدل.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .