BBC navigation

د ولسمشر کرزي څرګندونې څه پایلې درلودلی شي؟

د خپريدو وخت: 12:53 گرینویچ - چارشنبه 11 ډسمبر 2013 - 20 لیندۍ 1392

ميډيا پلير

د سیاسي چارو شنوکی شیرجان احمدزی وايي د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې چې د امريکا د متحده ايالاتونو فشار استعماري چلن ته ورته دى پر امنیتي تړون د دواړو هېوادونو ژور اختلاف ښي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

افغان ولسمشر حامد کرزي د فرانسې له یوې ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي چې د امنيتي تړون د لاسليکولو لپاره د امريکا د متحده ايالاتونو فشار استعماري چلن ته ورته دى.

ولسمشر کرزی یو ځل بیا پر خپل دریځ ټینګار کړی او وايي تر هغې چې شرطونه يې ونه منل شي تړون نه لاسليک کوي.

له څه وخت نه چې د دې تړون په مسودې خبرې پيل شوې دي د امريکا او افغانستان د حکومتونو ترمنځ پرې د لوړې کچې خبرو سره سره اختلافونه موجود وو، تېره مياشت د لوېې جرگې لخوا د دې له تايدولو وروسته د ولسمشر کرزي شرطونو د کابل واشنگټن ترمنځ په ظاهره اړيکې ترينگلې کړي دي.

دا ډول ترینګتیا څه پایلې درلودی شي، ګټه یې چا ته رسېږي.

په دې اړه د سیاسي چارو له شنونکي شیرجان احمدزي سره د عنایت الحق یاسیني مرکه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .