BBC navigation

حامد کرزی د بي بي سي په نوې ودانۍ کې

د خپريدو وخت: 05:14 گرینویچ - جمعه 01 نومبر 2013 - 10 لړم 1392

افغان ولسمشر حامد کرزي په لندن کې د بي بي سي له نوې ودانۍ ليدنه وکړه. ښاغلی کرزی لومړی ولسمشر دی چې دغې نوې ودانۍ ته ورغلی دی. مخکې د برتانیا ملکه الېزابت دويمه د دغې ودانۍ د پرانستې مراسمو لپاره ورغلې وه. ښاغلی کرزی له تېرو دريو ورځو راهيسې د افغانستان، پاکستان او برتانيا ترمنځ د درې اړخيزو خبرو لپاره په لندن کې دی.

    • له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ملګری پلاوی د بي بي سي د نوې ودانۍ په دروازه کې د ښاغلي کرزي په انتظار دي.
    • حامد کرزی لومړنی ولسمشر دی، چې د بي بي سي نوې ودانۍ ته بلنه ورکړای شوې ده.
    • افغان ولسمشر د بي بي سي د نړیوال سروېس له خبرې څانګې ليدنه وکړه.
    • ښاغلی کرزی د بي بي سي له سينير ايډيټرانو سره د خبر په خونه کې د ليدو په حال کې.
    • حامد کرزی د مود له وتلي طراح پل سمېت سره د خبرو په حال کې دی. ده د ولسمشر کرزي د جامو د سټایل ستاينه وکړه.
    • حامد کرزی د بي بی سي د انګليسي برخې له خبریالانو سره خبرې کوي.
    • ولسمشر کرزی د بي بي سی له سینير ايډيټر بهروز آفاق او وتلي خبريال جان سيمپسون سره يو ځای.
    • ښاغلی کرزی د بي بي سي د خبر د څانګې له مشر جېمز هاردي، د فارسي څانګې له مشر صادق صبا او نطاقې یلدا حکيم سره.
    • حامد کرزي په دغه ليدنه کې له خبريالانو سره رسمي خبرې نه لرلې.
    • ښاغلی کرزی د بي بي سي د نړیوال سرويس د خبر خونې دننه.
    • حامد کرزی د افغان سرویس څانګې ته هم ورغی له افغان، پاکستاني او د مرکزي اسيا له خبريالانو سره يې خبرې وکړې.
    • ولسمشر کرزی، د بي بي سي د افغان څانګې مشر لطف الله لطيف او د فارسي تلويزيون نطاقه ناجيه غلامي.
    • ښاغلی کرزی به د جمعې په ورځ، د خپل سفر په وروستۍ ورځ د برتانيا په اکسفورد پوهنتون کې وينا وکړي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .