ویښ ځوانان: د ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه د افغانانو حق دی

د خپريدو وخت: 12:49 گرینویچ - جمعه 16 نومبر 2012 - 26 لړم 1391

ميډيا پلير

د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکايي استازي د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان ویښو ځوانانو غورځنګ لاریون وکړ او د هغه څرګندونې یې په کلکو ټکو وغندلې.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په کابل کې د ويښو ځوانانو غورځنګ د ډیورنډ کرښې په اړه د امریکايي استازي څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې.

لاریون کوونکو چې شمېر یې تر پنځو سوو رسېده، د افغانستان د دښمنانو ضد شعارونه ورکول.

مظاهره کوونکو په پای کې یو پرېکړه لیک خپور کړ چې په کې راغلي:''موږ له پولې هاخوا افغانان خپل وروڼه بولو او د پاکستاني ښکېلاک لاندې افغان سیمو ته محکوم افغانستان وایو. له پولې هاخوا افغانان زموږ نه بېلېدونکی هډ دی او موږ یې رایوځای کول خپل تاریخي مسؤولیت بولو''

دوی ویل چې د ''ډیورنډ د خیالي کرښې اړوند پرېکړه یوازې د افغان ملت حق دی او یوازې د یوازې افغان ولس کولای شي ددې کرښې د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.''

لاریون کوونکو پر امریکايي چارواکو غږ وکړ، چې د ډیورنډ کرښې په اړه ددوی څرګندونې ددواړو هېوادونو (افغانستان او امریکا) په زیان دي.

وړاندې د ډېورنډ کرښې په اړه د امریکايي مقاماتو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ویلي وو، چې په دې اړه به د امریکا دریځ د افغانستان د حکومت او خلکو پر پرېکړه هیڅ اغېز ونه کړي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي په کابل کې د چهار شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د امریکا متحده ایالاتو د ډېورنډ کرښه له دې مخکې هم د دوو هېوادونو تر منځ د رسمي پولي په توګه یاده کړې وه، خو د دې موضوع ردول او یا هم تاییدول د حکومتونو له اختیاره وتلی کار دی.

پاکستاني مقاماتو په تکرار سره ویلي، چې همدغه ډېورنډ کرښه د دوی د هېواد او افغانستان تر منځ رسمي پوله ده، خو دا هغه څه دي، چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې تر اوسه پورې ورسره افغانستان مخالفت کوي.

کابل کې د بهرنيو چارو وزارت په يوۀ ليکلي پيغام کې د ډيورنډ کرښه افغانانو ته د تاريخي ارزښت وړ بللې ده.

په انگريزي ژبه خپره شوې دغه خبرپاڼه زياتوي چې " افغان حکومت په همدې دليل د هر چا له خوا د دغې کرښې د مشروعيت په باب څرگندونې ردوي او بې ځايه يې بولي."

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دا نه دې ويلي چې د ډیورنډ کرښې په باب څرگندونې چا او څه وخت کړي دي.

د ډيورنډ کرښه د ډېرو په گومان د کابل او اسلام اباد د ډېرو لانجو اصلي دليل دى.

د تېر اکتوبر پر ۲۱مه د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن په کابل کې له يوۀ خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې د ډيورنډ پر کرښې خبرې کړې وې.

ښاغلي گروسمن ويلي و چې واشنگټن د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي نړيواله پوله بولي.

ډیورنډ کرښه

په ١٨٩٢ کال کې د ډيورنډ کرښه د يوه برتانوي چارواکي له خوا راکښل شوه چې د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ يې پوله وبلله.

خو افغان چارواکو هېڅکله د نړيوالې پولې په توگه ونه منله.

په ١٩٤٧ کال کې چې پاکستان جوړ شو او د اوسنۍ خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.

د ډيورنډ کرښه د ډېرو په گومان د کابل او اسلام اباد د ډېرو لانجو اصلي دليل دى.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .