BBC navigation

د ستراتیژيک تړون لاسلیکولو شېبې

د خپريدو وخت: 13:29 گرینویچ - چارشنبه 02 می 2012 - 13 غویی 1391

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما کابل ته د یوه ناڅاپي سفر پرمهال له ولسمشر حامد کرزي سره د ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړ. بارک اوباما خپل ولس ته له بګرامه په وینا کې وویل چې افغانستان کې به روانه جګړه پای ته ورسوي.

    • ولسمشر اوباما له خپل افغان سيال حامد کرزي سره د راتلونکو د اړيکو په اړه تړون کابل ته يو غير اعلان شوي سفر پر مهال لاسليک کړ.
      ولسمشر اوباما له خپل افغان سيال حامد کرزي سره د راتلونکو د اړيکو په اړه تړون کابل ته يو غير اعلان شوي سفر پر مهال لاسليک کړ.
    • بارک اوباما په شپه کې له بګرامه هوايي اډې امریکايي ولس ته وویل چې د افغانستان جګړه به پای ته ورسوي.
    • بارک اوباما د تړون لاسلیکولو پرمهال وویل چې دا تړون د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
    • دا سند او کابل ته د اوباما سفر ټيک د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن تر وژل کېدا یو کال وروسته ترسره شوي دي.
    • کابل ته د اوباما له سفر څو ساعته وروسته په ښار کې دوې چاودنې وشوې، چې د پولیسو په وینا، لږترلږه شپږ کسان یې وژلي دي.
    • اوباما په ناڅاپي سفر کابل ته تللی و، چې له کابله له وتلو وروسته طالبانو بریدونه وکړل.
    • اوباما: "ددې تړون په لاسلیک سره افغان ولس او نړۍ باید پر دې پوی شي چې افغانستان د متحده ایالتونو په څېر یو متحد او ملګری لري. ښاغلی ولسمشره، څرنګه چې موږ د لېږد له بهیر سره مخکې ځو، سختې ورځې به راځي، خو زه باور لرم چې افغان ځواکونه به نور هم غښتلي او افغانان به د خپلې راتلونکې واګي په لاس کې واخلي. "
    • ښاغلي کرزي وویل، که څه هم تر دې دمه د سولې له بهیره کومه جوته پایله نه ده ترلاسه شوې، خو د افغان حکومت دنده یې وبلله چې د خلکو دا هیله پوره کړي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .