پېلوځی: د ګرامي موسيقۍ جايزې

د دې اوونۍ پېلوځي کې:

د موسيقۍ ګرامي جايزې

اډېل د ۶ جايزو په ګټلو، هره جايزه چې دا ورته کانديده شوې وه، ويې ګټله.

دا اوونۍ د نړيوالې موسيقۍ پالونکو له يوې خوا د جايزو پر ورکړه لمانځنې کولې، او له بل پلوه يې د يوې مشهورې سندرغاړې په مړينه وير کاوه.

د ګرامي موسيقۍ جايزو ورکړې مراسم چې د فبرورۍ پر ۱۲ مه د امريکا په لاس انجلېس کې کې ترسره شول، په زړه پورې نندارې په کې وړاندې شوې.

بريتانوۍ سندرغاړې (اډېل) د ۶ جايزو په ګټلو ښه وځلېده.

دې په مراسمو کې په ژوندي ډول هم سندره وويله، او له هغه راهيسې يې چې د ستوني عمليات کړي لومړی ځل و چې پر دريځ يې د خپل هنر ننداره وړاندې کوله.

(اډېل) د کال ريکارډ، د کال سندره او د موسيقۍ وېډيو تر ټولو غوره لنډې بڼې په ګډون هره جايزه چې دا ورته کانديده شوې وه، ويې ګټله.

دې د جايزې اخيستلو پر مهال دا چې غږيزه ننداره يې وړاندې کړه له خپلو ډاکټرانو يې مننه وکړه چې د دې غږ يې بېرته ورستون کړی دی.

په ګرامي جايزو کې نور ګټونکي بيا د (فو فايټرز) په نامه د راک موسيقۍ ډله وه، چې ۵ جايزې يې وګټلې، په داسې حال کې چې رپ سندرغاړي کاني وېسټ بيا څلور جايزې خپلې کړې.

وېټني هوسټن

وېټني هوسټن په خپلو بې سارو سندرو د موسيقۍ افسانوي ستورې په توګه ارزښت ګټلی.

د جايزو په مراسمو کې د مشهورې سندرغاړې (وېټني هوسټن) درناوی هم وشو، چې له دغو مراسمو يوازې يوه ورځ مخکې په همدغه لاس انجلېس کې په خپل هوټل کې مړه شوې وه.

سندرغاړې جنيفر هډسن د هوسټن (We Will Always Love You) سندرې په ويلو دغې سندرغاړې ته درناوی وړاندې کړ.

دا په خپله د وېټني هوسټن هغې سندرې پر موسيقۍ ولاړه وه، چې په تاريخ کې د يوې ښځينه سندرغاړې تر ټولو زياته پلورل شوې سندره ده.

ګرامي جايزو بنسټ په ۱۹۸۹ کال جوړ شوی، او موخه يې د دغه بنسټ په وينا په امريکايي کلتور کې د ثبت شوي موسيقۍ پر ونډې د پوهاوي، ارزښت پېژندنې او پرمختګ پراختيا ده.

د سپورټ او لوبغاړيو هڅونې سندره

چې خبرې د سندرو او موسيقۍ شوه، نو (ورزشکار زموږ) هغه سندره ده چې دوو افغان سندرغاړيو صديق شباب او طاهر شباب، د سپورټ لوبغاړيو لپاره په وروستۍ موده کې ويلې ده.

دوی چې دواړه سره وروڼه هم دي وايي دغه سندره يې د افغان سپورټ لوبغاړيو د مورال او روحيې لوړولو په موخه ويلي ده.

دوی وايي د ملي يووالي سندرو ته ارزښت ورکوي، او دې ته ورته نورې سندرې به هم وايي.

خوشال تايب له دوی دواړو سره په کابل کې غږېدلی، په پېلوځي کې يې بنډار اورو.

د ښځو فولکوري ادبيات

فولكلور

په فولکلوري وړانګو کې په وردګو کې پر ټولنيزو دودونو سربېره د نورو فوکلوری ويناوو يادونه هم شوې ده.

فولکلوري وړانګې د روشنا وردګ کتاب دی، چې په دې وروستيو کې نوی له چاپه راوتلی دی.

په دغه کتاب کې په وردګو کې د کوژدې او ودونو او نورو عامه دودونو، زيارتونو او هديرو، طبي بوټيو او درملنې، لاسي صنعت، کليوالو خوړو، ښېراوو او دعاګانو، کيسيو، بابولالو او نورو فوکلوری ويناوو يادونه شوې او راغونډ شوي دي.

دا چې په پښتو کې ښځينه فولکلوري ادبيات څنګه خپله بڼه جوړوي، د دې اوونۍ پېلوځي کې فرېبا ظاهر له ليکوالې روشنا وردګ او ليکوالې هوګۍ عامل سره د پېلوځي لپاره بحث کړی دی.

پېښور کې د ډيليپکومار کور کلتوري ميراث شو

د خيبر پښتونخوا حکومت په پېښور کې د هندی سينما وتلي ستوري ډليپکومار کور ته د کلتوري ميراث درجه ورکړې ده.

صوبايي حکومت پرېکړه کړې چې د پېښور په قصه خوانۍ کې د ډيليپکومار کلتوري ساتنې په موخه وپېري.

د خيبر پښتونخوا حکومت به په بل پړاو کې د يو بل وتلي ستوري راجکپور کور هم په کلتوري ميراثونو کې شاملوي.

په هلمند کې د لوست دودونې غونډه

دا اوونۍ په هلمند کې د ابو هاشم سرواني ادبي کلتوري ټولنې د لوست ورځې لمانغونډه جوړه کړې وه.

دغه ټولنه وايي موخه يې د لوست دودونه او هم دې ته د چارواکيو پا را اړونه وه چې په لوست کې د ځوانانو لپاره فرصتونه برابر کړي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .