تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل افغان امن د اسلام اباد په گټه دى
پاکستان وايي د افغانستان د سولې خبره څوک هيرولى نه شي.
کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرې حنا رباني کهر تر سفر يوه ورځ وړاندې د دې وياند عبدالباسط بي بي سي پښتو خپرونې ته وويل چې د دۀ هيواد په افغان امن کې کليدي رول لوبولى شي.
ښاغلي باسط وويل په افغانستان کې د سولې بهير بايد ټولې غاړې ومني.
دۀ وويل دا په افغانستان پورې ده چې څه غواړي.
د اغلې کهر وياند وويل " افغانستان دې مخته شي موږ به يې ملاتړ وکړو."
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند د بي بي سي پښتو څانگې د همکار طاهر خان د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل د دۀ هيواد تل هڅه کړې ده چې په افغانستان کې د سولې له بهير سره مرسته وکړي.
د دغه پاکستاني چارواکي په وينا د افغانستان امن د پاکستان په گټه دى.
په اسلام اباد کې د بي بي سي پښتو څانگې خبريال طاهر خان له ښاغلي باسط څخه د حنا رباني کهر د کابل د سفر جزييات هم وغوښتل.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .