تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وايي له فرانسې سره شوى تړون خورا مهم دى
له فرانسې سره د افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو تړون افغان چارواکو خورا مهم وبالۀ.
دغه تړون په پاريس کې د افغانستان او فرانسې ولسمشران لاسليکوي خو چارواکي وايي چې د دواړو هيوادونو پارلمانونه بايد پرې غور وکړي.
د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي له پاريسه د بي بي سي پښتو څانگې ته وويل چې د دواړو هيوادونو د پارلماني غړو تر منلو وروسته به دا تړون عملي وي.
ښاغلي فيضي دا هم وويل چې له ايتاليا سره لاسليک شوى سند او له برتانيا سره لاسليکيدونکى هغه د پارلمان تر چاڼ نه وځي.
ولسمشر کرزي د اروپا د سفر په ترڅ کې د درو تړونونو لاسليک ته مټې رانفښتي دي خو افغان چارواکي يې ټول تړون نه بولي.
ځينې يې سند گڼي، نور يې تفاهم ليک بولي او ستراتيژيک تړون هم ياد شوى دى.
د بي بي سي پښتو څانگې يما بارز له ايمل فيضي وپوښتل چې اصلآ دغه لاسليک شوي کاغذونه رسمآ څه ډول نومول شوي دي؟
© 2012
.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .