تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په افغانستان کې د بې ثباتۍ يو لامل د ګاونډيانو سيالي ښوول کېږي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن سيمې ته د اوسني سفر موخه دا وه چې په افغانستان کې ښکېل هېوادونه هلته د دروانې لانجې په هواري کې مثبت رول لوبولو ته وهڅوي.
که څه هم د سيمې هېوادونو او نړيوالې ټولنې نورو غړيو دا خبره بيا بيا کړې چې د افغانستان لانجې د هواری لپاره د سيمه ييزو هېوادونو همکاري اړینه ده، خو تر دې مهال د ريښنينې همکارۍ څرګندې نښې نه ښکاري.
په دې لړ کې د پاکستان رول او همکاری مهمه ښکاري ځکه فکر کېږی چې پر وسله والو طالبانو اغېز لري.
خو پاکستان بيا په افغانستان کې د خپل سيال هند د ډېرېدونکي نفوذ په اړه اندېښمن دی.
په لندن کې د سټراټيژيکو مطالعاتو نړيوال انسټيټيوټ له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په اړه خپلې څېړنې خپرې کړې چې يوه برخه يې په افغانستان کې د پاکستان او هندوستان رول ته ځانګړې شوې ده.
داود اعظمي د دغه انسټيټيوټ د جنوبي اسيا څانګې له مشر راهول رای چودري (Rahul Roy-Chaudhry) سره يوې ځانګړې مرکې په پيل کې پوښتلي چې د دوی په نظر د پاکستان او هندوستان خپلمنځۍ سيالۍ پر افغانستان څومره اغېز کوي.
© 2012
.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .