
په تېر جولای کې د "سمانتیک" یوه راپور ویلي وو چې د "رامنیت" وایروس ډولونه په سلو کې ۱۷.۳ د نویو کمپیوټري پروګرامونو په بڼه کمپیوتر ته ننوځي.
د انټرنېټي خوندیتوب د برخو کارپوهانو ویلي چې د یوه کمپیوټري وایروس په مټ د ټولنیزې وېبپاڼې فېسبوک د کاروونکو ۴۵۰۰۰ پټ نومونه یا پاسورډونه غلا شوي دي.
د "سکالرت" په نامه شبکې ویلي، په دغو غلاوو کې زیاتره د برتانیا او فرانسې د فېسبوک کاروونکو د فېسبوک کاروونکو پټ نومونه دي.
د "رامنیت" په نامه دغه وایروس د ۲۰۱۰ په اپریل کې کشف شو، چې تر هغه وړاندې یې د ونډو د بازار د ځینو پاسورډونو د غلا سابقه هم لرله.
د فېسبوک وېبپاڼې چلوونکو بي بي سي ته ویلي، ددغې غلا په اړه یې پلټنه پیل کړې "باور لرو چې ددې غلا تر شا یوڅوک شته، چې د غلا شوي پاسورډ په مټ د خلکو کارن نوم پرانیزي او ملګرو ته یې پخپل زړه پیغامونه او سپکې سپورې استوي، که دا کار دوام وکړي، عمومي ځورونه به زیاته شي. "
دوی زیاتوي: "الکترونکي مجرمنی له وخته په ګټې اخیستو له دې حقیقت نه هم ګټه پورته کوي، چې ځینې فېسبوک کاروونکي خپل پاسورډ د ډېر وخت لپاره نه بدلوي او په ګڼو کمپیوټرونو کې هغه ساتل کېږي."
تېره اوونۍ موږ له فېسبوک بهر داسې پټ معلومات ترلاسه کړل، چې کاروونکو یې د فېسبوک کاروونکي ځورول. زموږ پوهانو دغه معلومات وارزول. که څه هم زیاتره یې پخواني وو، خو پروړاندې یې موږ خپله دفاعي قوه لا پیاوړې کړه.
فېسبوک وېبپاڼه
د "سکالرت" شرکت ویلي "داسې ښکاري چې غله ډېر ځيرک او پوی کسان دي، چې د زړو او وایروسونو پرځای یې له نویو او پرمختللو وایروسونو ګټه اخیستې ده. "
دغه شرکت دا هم ویلي چې "رامنیت" وایروس د تېر کال له سپتمبر میاشتې تر دسمبر پورې ۶۰۰ زره کمپیوټرونو ته ننوتی دی.
مایکروسافټ ویلي چې "رامنیت" یو داسې چلیز پروګرام دی، چې د ایچ ټي ایم ایل html په څېر د وېنډوز ځینو فایلونو ته ننوځي او مهم معلومات غلا کوي."
په تېر جولای کې د "سمانتیک" یوه راپور ویلي وو چې د "رامنیت" وایروس ډولونه په سلو کې ۱۷.۳ د نویو کمپیوټري پروګرامونو په بڼه کمپیوتر ته ننوځي.
د هغو "فېسبوک" کاروونکو لپاره، چې له وایروسه وېره لري، دا سپارښتنه کېږي چې د وایروس ضد قوي (انټي وایروس) پخپل کمپیوټر کې نصب کړي.
د "فېسبوک" ویناپاڼه
"فېسبوک" په یوه ویناپاڼه کې ویلي: "تېره اوونۍ موږ له فېسبوک بهر داسې پټ معلومات ترلاسه کړل، چې کاروونکو یې د فېسبوک کاروونکي ځورول. زموږ پوهانو دغه معلومات وارزول. که څه هم زیاتره یې پخواني وو، خو پروړاندې یې موږ خپله دفاعي قوه لا پیاوړې کړه."
فېسبوک زیاتوي: "فېسبوک کاروونکي باید خپل ځان پخپله وساتي، پر فېسبوک وېبپاڼه هر ناشنا لېنک کښېنه کاږي، او شکمن څیزونه ونه ګوري."
© 2012
.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .