تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د دې اوونۍ پېلوځي کې:

د افغانستان په ډېرو ځايونو کې تاريخي اثار له رغونې بې برخې پاتې دي.
شيرين عمر چې تېرېږي درېغه درېغه، د اوبو په څېر بهيږي درېغه درېغه
د عمر بهير کې ۲۰۱۱ زېږيز کال تېر شو، دغه کال بيا هم د تېر په څېر په افغانستان کې له ناراميو ډک و.
د تېر کال جګړو او تاوتريخوالي پېښو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو اغېږ پرې ايښی، چې کلتوري او فرهنګي چارې هم ترې په ژوره اغېزمنې شوې دي.
په افغانستان کې د رسنيو په ډګر کې له پرمختګ سره، دغه هېواد بيا هم د خبريالانو لپاره خوندي نه بلکې له ګواښ ډکو هېوادونو په سر کې و.
د لرغونو اثارو رغونې چارې ترسره شوې، خو بيا هم په ډېرو ځايونو کې تاريخي اثار له رغونې بې برخې وو.
د فېلم او ډرامې توليد هم بې خونده بلل شوی دی.
د دې اوونۍ پېلوزي کې په تېر ۲۰۱۱ کال کې د بېلابېلو کلتوري چارو پر اړخونو غږېږو، چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال وزير غلام نبي فراهي او څېړونکی نجيب منلي په کې راسره خبرې کوي.
کوزه پښتونخوا کې د تېر په څېر په ۲۰۱۱ کال کې هم د وخت ناخوالو د ژوند پر اړخونو خپل سيوری غوړولی و، چې ادبي کلتوري چارې هم ترې لرې نه وې.
په تېر ۲۰۱۱ کال کې په پښتونخوا کې د ادبي کلتوري پرمختياوو په اړه په پېښور کې رحمان الله له ليکوال او شاعر اسرار اتل سره خبرې کړې دي.

په کندهار ځوانانو په خپلو کورونو کې د شخصي کتابتونونو جوړونې ته مخه کړې ده.
په ۲۰۱۱ کال کې د کتاب چاپ او لوست غوړېدا هڅې د تېر په څېر وې او د چاپ او لوست دودونه کې د پام وړ کومې پرمختيا يادونه نه ده شوې.
خو په کندهار بيا ځوانانو په خپلو کورونو کې د شخصي کتابتونونو جوړونې ته مخه کړې چې د يوشمېر ادب پالو په باور دا د دغه دود غوړېدا، او هم د کتاب او لوست سره د راتلونکي نسل د مينې او اشنايۍ زېری دی.
نور حال په کندهار کې له مامون دراني اورو.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .