د غزني تاريخي کلا د رغېدو په درشل کې

  • د غزني د زاړه ښار تاريخي كلا چې لرغونتوب يې د اسلام تر راتګ وړاندې ښودل كيږي، د جوړولو لومړني كارونه پيل شوي.
    د غزني د زاړه ښار تاريخي كلا چې لرغونتوب يې د اسلام تر راتګ وړاندې ښودل كيږي، د جوړولو لومړني كارونه پيل شوي.
  • د تاريخي ځايونو درغولو په برخه كې دې كلا ته د يوې مهمې پروژې په توګه ارزښت ورکول کېږي.
    د تاريخي ځايونو درغولو په برخه كې دې كلا ته د يوې مهمې پروژې په توګه ارزښت ورکول کېږي.
  • سره له دې چې د غزني ولایت چارواکي ددغې کلا د رغولو له لومړنیو چارو خوښ ښكاري، د غزني والي موسی خان اکبرزاده يوځل بيا له اړوندو وزارتونو وغوښتل چې په دې لاره كې ورسره مرسته وكړي.
    سره له دې چې د غزني ولایت چارواکي ددغې کلا د رغولو له لومړنیو چارو خوښ ښكاري، د غزني والي موسی خان اکبرزاده يوځل بيا له اړوندو وزارتونو وغوښتل چې په دې لاره كې ورسره مرسته وكړي.
  • د غزني والي وايي، که وزارتونه پروژې عملې كړي، غزني به په ۲۰۱۳ میلادي كال كې د بهرنيو مېلمنو د راتګ جوګه شي.
    د غزني والي وايي، که وزارتونه پروژې عملې كړي، غزني به په ۲۰۱۳ میلادي كال كې د بهرنيو مېلمنو د راتګ جوګه شي.
  • د غزني په یو شمېر ځایونو کې د کیندنو او کار پرمهال ځينې تاريخي اثار راختلي دي.
  • په موندل شویو تاريخي اثارو کې ځینې داسې کټوې هم شته، چې ویل کېږي لرغونتوب یې د سلطان محمد غزنوي د واکمنۍ تر پېره رسېږي.
  • پر ځینو موندل شویو اثارو د جوړېدو نېټې هم کښل شوې دي.
  • د زاړه ښار د تاریخې کلا د رغولو لګښت چې یو نیم میلیون ډالر کېږي، او د چارو د څارنې مسؤولیت یې  د جرمني یوه پوهنتون د اطلاعات او کلتور وزارت سره په همغږۍ کې په غاړه اخیستی.
    د زاړه ښار د تاریخې کلا د رغولو لګښت چې یو نیم میلیون ډالر کېږي، او د چارو د څارنې مسؤولیت یې د جرمني یوه پوهنتون د اطلاعات او کلتور وزارت سره په همغږۍ کې په غاړه اخیستی.
  • د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت د ۳۶و تاریخي ځایونو د رغولو پروژې لري چې د ۲۰۱۳ میلادي کال په ویاړ یې ترسره کوي.
    د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت د ۳۶و تاریخي ځایونو د رغولو پروژې لري چې د ۲۰۱۳ میلادي کال په ویاړ یې ترسره کوي.
  • د تاريخي ځايونو درغولو په ترڅ كې تراوسه په نږدي لسو تاریخي ځايونو کې د اطلاعات او کلتور وزارت او دغزني د ولايتي ادارې له خوا یو لړ چارې ترسره شوي دي.
    د تاريخي ځايونو درغولو په ترڅ كې تراوسه په نږدي لسو تاریخي ځايونو کې د اطلاعات او کلتور وزارت او دغزني د ولايتي ادارې له خوا یو لړ چارې ترسره شوي دي.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .