پېلوځی: بوکر جايزه بريتانوي ليکوال جوليان بارنز وګټله

د دې اوونۍ پېلوځي کې:

د بوکر جايزې سږنی ګټونکی لنډ ناول ليکونکی و

جوليان بارنز

د بوکر جايزې ګټل جوليان بارنز لپاره يو ډېر نوموتی بری و.

د سږ کال د بوکر کتاب جايزه بريتانوي ليکوال جوليان بارنز وګټله. بوکر جايزه د نړۍ تر ټولو غوره ادبي جايزه ده.

ښاغلي بارنز د ۵۰ زره پونډو يا څه د پاسه ۷۸ زره ډالرو پر ارزښت دغه جايزه "د يوه پای احساس" په نامه خپل لنډ ناول سره ګټلې ده.

دا د جوليان بارنز لپاره يو ډېر نوموتی بری و. د ده نوم د بوکر جايزې لباره درۍ ځله مخکې هم د غوره شويو کسانو په نوملړ کې راپورته شوی و، خو جايزه يې نه وه په برخه شوې.

ښاغلي بارنز که څه هم مخکې د بوکر جايزه يوه لوبه بللې وه، خو دا ځل يې چې پر ګټلو بريالی شو، نو بيا يې پرې خوښي کوله. ښاغلي بارنز وويل:

"بوکر يوه ځانګړتيا لري چې خلک احساساتی کوي، خپرندويان، قضاوت پلاوی، ان کتاب پلورونکي او تر ټولو زيات ليکولان، او د يو ليکوال لپاره يوه لاره دا ده چې د لوبې په سترګه ورته وګوري.

تر هغه چې دی يې وګټي په دې وخت کې پوهېږي چې دا هېڅکله هم يوه لوبه نه، بلکې په هېواد کې تر ټولو غوره ادبي ناقدانو د قضاوت يوه لار ده"

د بوکر جايزې لپاره غوره شوي کتابونه

"د يو پای احساس" ناول د بوکر جايزې پای پړاو ته د ۶ رسېدليو ناولونو ترمنځ تر ټولو لنډ و

د ده "د يو پای احساس" دغه ناول د پای پړاو ته د ۶ رسېدليو ناولونو ترمنځ تر ټولو لنډ و.

د ماشمتوب ملګرتيا او د حافظې ياد ياد نيمګړتياوو په اړه د يو څه ناڅه بې حسه عادی سړي کيسه کوي، چې د خپل عمر په ۶۰ کلنۍ کې دی.

دی دې ته اړ کېږي چې پر خپل تېر له سره غور وکړي. ناول د ژوند دغو پېچلو موضوعګانو کې د لوستونکي ذهن بوخت ساتي.

د بوکر جايزې او هم د څارونکې ډلې مشره "ډېم سټېلا رېمېنګټن" ده چې پخوا د بريتانيا د استخباراتی ادارې (MI 5) عمومي مديره وه. دا وايي همدا د ښاغلي بارنز په ليکنه کې د جايزې ګټلو يو دليل و:

"موږ فکر وکړ دغه کتاب که څه هم لنډ دی، خورا ډېر متمرکز او راغونډ هم دی، په يوه کمه ساحه کې ډېره اندازه معلومات ځای شوي، چې په لومړي ځل لوستلو نه شي ترلاسه کېدی.

دا همدغه ډول يو کتاب دی، د لوست ډېر وړ کتاب، چې نه يوازې يو بلکې دوه يا دری ځله هم د لوستلو وړتيا لري"

د بارنز دغه ۱۵۰ مخيز ناول له هغه راهيسې چې د اګست په لومړيو کې چاپ شوی، نژدې ۲۷ زره ټوکه پلورل شوی دی.

له دې مخکې د بو کر جايزې ګټلو کې تر ټولو لنډ ناول چې تر اوسه ريکارډ لري د انګرېزۍ ليکوالې "پېنېلوپ فېټز جېرالډز"، اف شور په نامه ۱۳۲ مخيزه کيسه وه، چې په ۱۹۷۹ کال کې يې جايزه وګټله.

د جاپاني ليکوال هروکي موراکامي ليکنه چې په نړیواله کچه بې ساری مينه وال لري

هريکو موراکامي

هروکي موراکامي د ۱۹۴۹ کال د جنورۍ پر ۱۲ مه د جاپان په کيوټو کې زېږېدلی دی

دا اوونۍ په لندن کې کتاب پلورنځايونو خپلې دروازې په دې موخه پرانيستې چې د جاپاني ليکوال هروکي موراکامي له چاپه راوتی وروستی ناول خپل تلوسيو مينه والو ته وپلوري.

دا د "هری پاټر" خيالي کيسه نه بلکې د ۱۶۰۰ مخونو کيسه ده چې له جاپانۍ انګرېزۍ ته ژباړل شوې ده.

د هاروکي موراکامي د "1Q84" په نامه کتاب چې کله دوه کاله مخکې خپور شو، ډېری کتاب پلورنځايونو په يوه ورځ د دغه ناول ټول ټوکونه وپلورل.

د جاپان تر ټولو ستر کتاب پلورنځای "کينوکونيا" په يوه دقيقه کې يو کتاب پلورلی و، په لومړۍ مياشت کې يې څه د پاسه يو مليون کاپۍ يا نسخې وپلورل شوې.

ناول کې يو نارينه کيسه کوونکی او بله ښځينه ځنځيري قاتله ده چې په متوازي نړيو کې اوسېږي خو يو د بل لټون کوي.

د واټر سټون کتاب پلورنځی

په لندن کې د واټرسټون کتابپلورنځی د نوي ناول مینه والو پېرودونکيو هرکلی کوي

په فرانسه کې خپروندويانو په تېر اګست کې ۷۰ زره ټوکه چاپ کړي وو، خو په يوه اوونۍ ټول وپلورل شول.

تر دې مهاله د موراکامي دغه ليکنه ۴۲ ژبو ته ژباړل شوې، او له جنوبي کوريا نيولې، تر چين، اسټراليا، ايټاليا او جرمني پورې د نړۍ بېلابېلو برخو کې د غوره پلورنې لست کې راڅرګند شوی دی.

هريکو موراکامي د ۱۹۴۹ کال د جنورۍ پر ۱۲ مه د جاپان په کيوټو کې زېږېدلی او لومړی ناول يې په ۱۹۷۹ کال کې ليکلی دی.

دا چې د ده د ليکنې ځانګړتياوې څه دي، د اسټراليا سېډني پوهنتون استاذ احسان الله ازري ستانکزی پرې راسره په پېلوزي کې خبرې کوي.

د خدمتګار کليات

د مشر ليکوال استاد عبدالله بختاني خدمتگار منظوم کليات خپاره شول، چې دوه ټوکه لري او مخونه يې تر زرو اوړي.

د ښاغلي بختاني سبک د پنځو ستورو او په ځانگړي ډول د ارواښاد الفت له سبک سره نژدې والى لري.

داسې چې پند او نصيحت يې په بديعي صنعتونو ښکلی او بيان کړی، خو د عشق د رباب نازک تارونه يې هم په برياليتوب سره شرنگولي دي.

سربېره پر کلياتو د ښاغلي بختاني د ژوند ليک لومړى ټوک هم د خدمتگار د ژوند سفر په نامه د چاپ په گاڼه پسولل شوى دى.

په کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک له ښاغلي بختاني سره د دغو دواړو کتابونو د منځپانگې او څرگنوالي په اړه خبرې کړې دي.

د هرات اختيار الدين کلا له رغونې وروسته پرانيستل شوه

اختيارالدين کلا د افغانستان د لرغونې معمارۍ يوه ښه او د پام وړ بېلګه ګڼل کېږي

په هرات کې د اختيارالدين کلا له بيا رغونې وروسته د ملی موزيم په توګه په رسمي ډول په پرانيستل شوه.

د دغې کلا د بيا رغونې او په کې د ننه د موزيم لپاره د مناسب ځای او امکاناتو برابرولو پروګرامونه د څه د پاسه دوه مليونه ډالرو په لګښت د امريکا او جرمني په مرسته په تېرو دريو کلونو کې ترسره شوي دي.

د اختيارالدين کلا د افغانستان په لوېديځ کې يوه له ډېرو لرغونو ودانيو او د افغانستان د لرغونې معمارۍ يوه ښه او د پام وړ بېلګه ګڼل کېږي.

زموږ همکار محمد قاضی زاده د دې کلا څرنګوالي او ارزښت ته کتنه کړې ده.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .