کندهار کې د ميرويس روغتون دننه حال

  • کندهار کې د ميرويس روغتون دننه حال
    په افغانستان کې جګړه روانه ده، او پر ملکي وګړيو يې اغېز لا پسې پراخېږي. انځور اخيستونکې (کېټ هولټ) د سره صليب له نړيوالې ټولنې سره د کندهار ميرويس روغتون ته ورغلې چې د افغان وګړيو ژوند په اړه معلومات مستند کړي چې څنګه له روغتيايي خدمت بې برخې پاتې دي.
  • کندهار کې د ميرويس روغتون دننه حال
    په کابل کې د سره صليب ټولنې مشر (رېټو سټاکر) وايي: (هغوی چې د جګړې نامستقيمې اغېزې په پايلې کې له نورو ډولونو ټپونو يا له ساري ناروغيو رنځ ګالي د وسلو له ټپيانو يې شمېر خورا زيات دی).
  • کندهار کې د ميرويس روغتون دننه حال
    هر ورځ ميندې خپل ناروغ ماشومان د کندهار ميرويس رغتون ته وروړي چې ډېر ناوخته وي، ځکه چې له سفر يا د لارو له بندېدو وېرېږی.
  • کندهار کې د ميرويس روغتون دننه حال
    د ناوړه خوراک ستونزه په زياتېدو ده، ځکه چې ډېری خلک په کليوالو سيمو کې د روانې جګړې له امله په کر او کښت کې له سختيو سره مخامخ دي. د خوړو نړيوال پروګرام په وينا په افغانستان کې تر نيمو زيات ماشومان د ناوړه خوراک له ناروغۍ رنځ ګالي.
  • کندهار کې د ميرويس روغتون دننه حال
    ناروغان يې د خپلوانو له خوا د درملنې له بشپړېدو مخکې کورونو ته بېول کېږي، ځکه دوی وېرېږي چې د زياتېدونکې بې امنۍ له امله اوږده موده له خپلو کليو لرې پاتې نه شي.
  • کندهار کې د ميرويس روغتون دننه حال
    ماشومان له تيتانوس، سورخکانو او توبرکلوز ناروغيو مري، چې د ساده واکسين له لارې يې په اسانۍ مخنيوی کېدی شي.
  • کندهار کې د ميرويس روغتون دننه حال
    د پوليو يا شلتوب ناروغۍ پېښې چې په اسانۍ يې مخنيوی کېدی شي، په وروستيو کلونو کې زياتې شوې دي، ځکه چې خلک نه شي کولی د واکسين ترلاسه کولو ځايونو ته ورشي.
  • کندهار کې د ميرويس روغتون دننه حال
    ډېری ښځې د ماشومانو د زېږون يا دا چې د خپلې پېچلې ميندوارۍ په موده کې خپل ماشومان وژغوري روغتون ته د ناوخته رسېدنې په مهال مري. بي بي او مور يې دوه ورځې له کوره وتلي چې روغتون ته ځان ورسوي، دوی د پلټنو په يو شمېر پوځي پوستو کې ځنډول شوي وو.
  • کندهار کې د ميرويس روغتون دننه حال
    د هغو خلکو شمېر چې په مخامخ ډول له جګړو اغېزمن شوی، په زياتېدو دی. دغه سړی په کندهار ولايت کې د خپل کور سره څېرمه په يوه بمي چاودنه کې ټپي شوی دی.
  • کندهار کې د ميرويس روغتون دننه حال
    د سره صليب نړيوالې ټولنې د نومليکنې له مخې د جګړو د ټپيانو شمېر چې ميرويس روغتون ته ورځي د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره زيات شوی دی. دغه عکسونه او ليکنه (کېټ هولټ) کړې ده.

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .