بارکزی: څو نړیوال سازمانونه به د ټاکنو څارنه کوي

زکریا بارکزی

د انتخاباتو کمېسيون وايي د درغليو د مخنيوي لپاره يې د تېر په توپېر دا ځل ځانګړي تدابير نیولي چې له يوه ولايت نه بل ولايت ته د کمېسيون د ولايتي چارواکو تبديلي يې يوه بېلګه ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي له راتلونکو پارلماني ټاکنو نه څو نړيوال سازمانونه څارنه کوي ، خو وايي دا ځل به د اروپايي ټولنې رول نظارتي نه وي.

دوی وايي دا ځل به دغه ټولنه يوازې يوه تخنيکي ډله افغانستان ته استوي.

اروپايي اتحاديې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې ځينې راپورونه خپاره کړل چې چارواکو ناسم بلل .

د انتخاباتو کمېسيون وايي د درغليو د مخنيوي لپاره يې د تېر په توپېر دا ځل ځانګړي تدابير نیولي چې له يوه ولايت نه بل ولايت ته د کمېسيون د ولايتي چارواکو تبديلي يې يوه بېلګه ده.

چارواکي د انتخاباتو پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه لا هم ناامني بولي، خو وايي امنيتي ځواکونو يې د خوندي کولو ډاډ ورکړی.

په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزي د اوونۍ په ځانګړې مرکه کې پارلماني ټاکنو ته د چمتووالي په لړ کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشاء له مرستيال زکريا بارکزي نه پوښتلي چې کارونه يې په کوم پړاو کې دي؟

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .