
د يوه پخواني ډایرکټر فرانسیس فورد کوپالو لور صوفیا کوپالو وايي له خپل پلاره د سینما په هنر کې له زده کړو مننه کوي.
امریکايي ډایرکټرې صوفیا کوپالو د وینیس د فیلمونو په کلني فسټيوال کې د Golden Lion یا طلايي زمري جایزه ګټلې ده.
د نوموړې د "یوچېرې" په نامه فیلم تر ټولو غوره جایزه وګټله.
په دغه فیلم کې د ځينو مشهورو کسانو ژوند انځور شوی دی.
همدا راز فیلم د هغه یوه امریکايي پر ژوند غږېږي، چې د ډېرو شرابو څښلو، نشه يي توکو او نورو ناوړه کړنو له امله له خپل ژوند نه بیزاره شوی.
د دغه امریکايي ژوند په لاس انجلس ایالت کې انځور شوی.
د ۳۹ کلنې امریکايۍ ډایرکټرې صوفیا کوپالو د "یوچېرې" په نامه فیلم لومړی ارزونې ته وړاندې شو.
د يوه پخواني ډایرکټر فرانسیس فورد کوپالو لور صوفیا کوپالو وايي له خپل پلاره د سینما په هنر کې له زده کړو مننه کوي.
د ۲۰۱۹۰ کال لپاره د وینیس د فیلمونو دغه کلني فسټيوال د تېرې شنبې پر ورځ پر ګډونوالو جایزې ووېشلې.
له پلاره مننه چې هرڅه یې رازده کړل.
صوفیا کوپالا
د ارزونې د برخې مشر او امریکايي ډایرکټر کوپنتین تارانتینو وویل: "د غوره فیلم Somewhere یا یو چېرې په نامه غوره فیلم ډایرکټرې صوفیا کوپالو تر ټولو ارزښتناکه جایزه (د طلايي زمري) جایزه وګټله. "
د ځانګړي زمري جایزه (د هنري یون) په نامه فیلم وګټله، چې د مونتي هیلمان لخوا جوړ شوی و.
د طلايي زمري جایزه غوره لوبغاړي الکس دي لا ایګلیشیا د اسپانیا" Balada Triste de Trompeta "وګټله.
د مرکچیانو ځانګړې جرګه ګۍ خاصه جایزه "ضروري وژنه، یا Essential Killing " فیلم وګټله، چې پولنډي ډایرکټر جیرزي سکولیمووینسکي جوړ کړی و.
د لومړي ځل لپاره د غوره فیلم جایزه د ترکي ډایرکټر لسیرین یوغي فیلم جوګونلوک Cogunluk وګټله.
د غوره ښځينه لوبغاړې جایزه یونانۍ اریان لابید وګټله.
د غوره نارینه ممثل جایزه، پولنډي وینسنټ ګالو وګټله، چې په "ضروري وژنې یا Essential Killing فیلم کې لوبېدلی و.
د غوره سیناریو جایزه بیا هسپانوي ډایرکټر لکس ديلا ایګلیشیا وګټله، چې د Balada Triste de Trompeta فیلم سیناریو یې جوړه کړې.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .