'چـلسـي کـلنټـن' واده شوه

چلسي او مارک

چلسي د نيويارک له یوه پانګوال مارک ميزوينسکي Marc Mezvinsky سره واده کوي.

نن (شنبه، د جولای ۳۱مه) د متحده ایالاتو د مخکني ولسمشر بيل کلنټن او د امریکا د بهرنیو چارو د اوسنۍ وزيرې هيلري کلنټن د يوازېنۍ لور چلسي واده دی.

د دواړو د واده مراسم د یهودي او عیسوي دينونو له لارښوونو سره سم ترسره شول.

د واده د مراسمو د ځای پر سر پر هر راز الوت بندیز لګول شوی و، چې چني څوک يې له الوتکې عسکونه وانخلي.

د واده په مراسمو شاوخوا درې ميليون ډالر لګښت راغلی دی.

د ۳۰ کلنې چلسي واده ته له څه وخت راهیسې چمتووالی روان و او ویل کېږي چې ډېر لګښت هم پرې کېږي.

چلسي د نيويارک له یوه پانګوال مارک ميزوينسکي Marc Mezvinsky سره واده کوي.

۳۲ کلن مارک په نيویارک کې د امریکا د اقتصادي بازار وال سټريټ يو پانګوال دی.

ويل کېږي چې مارک او چلسي په کوچنيوالي کې سره لیدلي ول.

د امریکا د ښځو د لومړي ملي نندارتون ليکوال او تاريخ پوه کارل انتوني وايي امریکایان د چلسي واده ته ډېر لېواله دي.

په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د مخکني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د لور جينا بوش واده شوی و.

ټاکل شوې چې د چلسي واده ته به چې د نيورياک ښار د رينبېک ښارګوټي د هوډسن بند اوبو ته څېرمه ترسره شي، ۴۰۰ مېلمانه وروبلل شي.

د کلنټن کورنۍ ويلي چې ښايي دغه واده ته به د زوم او ناوې خاص مېلمانه او دوستان راوبلل شي.

BBC navigation

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .