د برتانیا د نړیوالې پرمختیا له وزير سره مرکه

د برتانيا د نړيوالې پرمختيا وزير اندريو ميچل د کابل کنفرانس بريالى بولي چې په باور يې دافغان حکومت او نړيوالې ټولنې لخوا دوه اړخيزې ژمنې پکې وشوې.
ښاغلي ميچل د کابل د کنفرانس په څنډو کې زموږ له همکار داود اعظمي سره په مرکه کې وويل چې دوى به له افغان حکومت سره د خپلو وړاندې کړو پروگرامونو په عملي کولو کې مرسته وکړو .
ه ښاغلي ميچل څخه ښاغلي اعظمي د کابل کنفررانس په اړه دهغه غبرگون پوښتلى ؟
اندري ميچل: زه فکر کوم دا د يو لړ کنفرانسونو يوه برخه ده .
تاسو په جنورى مياشت کې د لند ن کنفرانس درلود، دارنگه څو اونۍ وړاندې په کابل کې د سولې مشورتي جرگه جوړه شوه او اوس د کابل کنفرانس جوړ شو چې ښه غونډه وه .
زه د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د وزيرانو چې ددغه کنفرانس چارې يې پر مخ بيولې وينا سخت اغيزمن کړم .
زه فکر کوم دا دافغانستان لپاره او له افغان حکومته زموږ د ملاتړ د هڅو لپاره دا يو ښه خبر دى .
پوښتنه : نړيوالې ټولنې د افغان حکومت له پروگرامونو او تگلارو ملاتړ وکړ نو تاسو څو مره ډاډمن ياست چې افغان حکومت به په دغه کنفرانس کې خپلې کړې ژمنې پلي کړي ؟
ځواب : دنني کنفرانس يوه برخه داوه چې نړيواله ټولنه دافغان حکومت له پروگرامونو ملاتړ وکړي چې هغوى قانع شي چې دغه پروگرامونه عملي دي او عملي بڼه به غوره کړي .
البته په برتانيې کې زموږ دماليې ورکونکو يوه غوښتنه داده چې ددوى پيسې پر داسې پروگرامونو ولگيږي چې افغان حکومت او موږ يې غواړو . دا يوه ننگونه ده خو بايد ټولې هڅې وکړو چې دا هيلې پوره شي .
پوښتنه : نو تاسو فکر کوى چې افغان حکومت به دغو ننگونو ته ځواب ووايي ؟
ځواب : زه ډاډه يم چې افغان حکومت به هر ډول ممکن گام اخلي چې په ننۍ کنفرانس کې وړاندې کړي پروگرامونه عملي شي . او موږ به هم دغو موخو ته د رسېدو لپاره له افغان حکومت سره هر ډول مرستې چې په وس مو وي وبه يې کړو .
پوښتنه : د نړيوالې ټولنې يوه اصلي انديښنه په افغان ادارو کې د فساد د شته والي له اړخه ده ، په نني کنفرانس کې په دغه برخه کې زياتې ژمنې وشوې. نو تاسو څه فکر کوئ چې افغان حکومت به په دغه برخه کې اغيز منه مبارزه وکړئ شي ؟
ځواب : ښه نو تاسو حق لرئ چي وواياست چې د اداري فساد سره مبارزه يو مهم لومړيتوب دى . او په دغه موضوع مې تيره شپه له ولسمشر حامد کرزي سره په ليدنه کې خبرې وکړي . هغه وويل چې د اداري فساد سره مبارزه د ده د حکومت له لومړيتوبونو ځينې ده .
او دارنگه د لندن په کنفرانس کې د څارنې او رزونې د کميټې په را منځ ته کولو بحت وشو چې اوس دغه کميټه جوړيدونکې ده چې له فساد سره د مبارزي په برياليتوب کې مرسته وکړي .
ددې په خواکې به موږ له افغانستان سره د برتانيې د ٤٠ په سلو کې زياتو شويو مرستو يوه برخه دافغان حکومت په لسو ادارو کې د فساد سره په مبارزې ولگوو، چې ډاډه شو په دغه برخه کې مو يو څه کار تر سره کړى.
زه ډاډه يم چېد فساد سره د مبارزې په اهميت اوس ټول پوه شويدي . مرستندويه هيوادونه او افغان حکومت به په خپل ټول وس سره ددغې ستونزې د له منځه وړلو او ددغې اجنډا د پلي کولو لپاره وکاروي .

دا په نښخه کړئ