BBC navigation

لونګ، د همیم جلالزي په قلم: د چهل زينو په سر کې درته ولاړ يم

د خپريدو وخت: 06:29 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391
د کندهار چهل زینې

سږ کال د کندهار ټرافيکو وويل چې زرګونه کسان دغلته په ټرافيکي پېښو کې ټپيان او يا وژل شوي دي.

لومړی تصوير:

کندهار ته پخوا څو ځله تللی وم. يو ځل خو د طالبانو په وخت کې تللی وم. عجب ښار راته ښکاره شو، ريکشا مې په لومړي ځل په کندهار کې وليدله. ريکشې والا ته مې پيسې ورکړې، بېرته يې پر مخ راوويشتې او ويل يې چې دا لږې دي.

دا لومړي وختونه و چې زه له کوره دومره لري تللی وم، په موټرو کې د سپرلۍ کولتور مې زده نه و، چې بايد مخکې له مخکې خبره ورسره خلاصه شي، خو ريکشا والا هم ډېر سړيتوب و نه کړ.

له کندهاره سهار وختي بېرته غزني را روان شوم. يو ځای مو د ماښام لمونځ وکړ، زه مخکې وم، دوه رکاته مې وکړل، تر سلام وروسته يوه سړي راباند غږ کړ چې ملا صاحب ماښام دی.

د ملا صاحب نوم، نو هغه مهال خپل ځانګړی ارزښت درلود. ما ورغبرګه چې موږ هم مساپر يو، هغه ويل ماښام نه کمېږي. دا دېر عجب سفر و. د طالبانو له ماتې وروسته بيا ډېر ځله کندهار ته ولاړم. په لومړيو کلونو کې مې د کندهار تازه څېره ليدله چې په ډېرو سيمو کې به يې د بيا روغونې کيسې کېدې.

خو په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کال مې بيا دغه ښار په داسې حالت کې څو ځله وليد، چې د مرګ خپسه پرې ناسته وه. د حضرت جي بابا په سيمه کې تېر شوی سړک د چاودنو او بريدونو له کبله کندي کپر و. کندهار ډېر مړاوي و. يو ځل بابا صاحب ته تللي و، موږ ته نژدې د انارو په باغونو کې جګړه ونښته، ښه تر ډېره روانه وه.

دويم تصوير:

د ۲۰۱۲ کال د نومبر پر ۳مه، کندهار ته د دندې لپاره ولاړم. زړه نازړه وم، کورنۍ او ملګرو ټولو اندېښنه لرله، چې په کندهار کې به دنده سخته وي، تر ټولو مخکې هلته کېدای شي نا امني د سړي په کار تاثير وکړي، خو هلته په تلو سره دا ستونزه هواره وه. تر دې ور ها خوا په کندهار کې يوه بل شي زه ډېر اغېزمن کړم.

ما شاوخوا درې مياشتې هلته تېرې کړې او په دې دريو مياشتو کې مې د کندهار له هر ډول خلکو او هرې طبقې سره ناسته ولاړه وکړه، خو په ټولو کې مې يو فکر تر بل هر څه زيات محسوساوه. له هر چا سره ناسته به مې د وطن پر مسايلو پر بحث پيلېده او غځېده.

"زه دا غوره ګڼم چې په وطن کې په مرمۍ ومرم، نه دا چې په امريکا کې په سرطان مړ شم."

غلام حیدر حمیدي

ټول په دې فکر و، چې وطن د ښوونې او روزنې په مرسته تر بل هر څه اسانه جوړېدای شي. زما دوستانو راته ويل چې مخکې به دلته يو چا دوولسم ټولګی ووايه نو سم دستي به يې د ميرزايي کار ته مخه کړه، په يوه دوکان، هوټل او وړه سوداګرۍ به مصروف شو او نوره يې دا اړتيا ډېره نه محسوسوله چې لوړې زده کړې وکړي. که څه هم په کندهار کې د پوهنې حالت خراب دی، ښوونځي پکې بند دي، خو له خلکو سره دپوهنې مينه شته.

خلک غواړي چې اولادونه يې لوستي شي. زه چې په کندهار کې وم، ددغه ولايت په ځينو لري پرتو سيمو کې څو ښوونځي پرانستل شول.دا کار هم د ولس په مرسته وشو او ماته يې دا ډاډ راکړ چې که حالات هر څنګه دي، خو خلک راويښ شوي دي.

درېيم تصوير:

په کندهار کې مې د ډېرو خلکو په اړه ډېرې خبرې واورېدې چې اکثره خبرې يې د خوشالۍ وړ وې، ماته يې دا ډاډ او احساس راکړ، چې لا هم په وطن او خلکو مين خلک شته، خو د يوه سړي په اړه چې ما څومره خبرې اورېدلې ټولې مثبتې وې او دلته يې يوازې يوه له تاسې سره شريکوم.

دا سړی پخوانی ښاروال ارواښاد غلام حيدر حميدي و. شاوخوا پېنځه مياشتې وړاندې مې د خدای بښلي حميدي په اړه يوه ليکنه ترجمه کړه. ليکنه د ارواښاد لور رنګينه حميدي کړې وه او ما له انګريزي څخه پښتو ته واړوله. په ليکنه کې يو ځای داسې هم راغلی و، چې ارواښاد حميدي به ويل چې: ((زه دا غوره ګڼم چې په وطن کې په مرمۍ ومرم، نه دا چې په امريکا کې په سرطان مړ شم.))

دغه خبره ما تر ډېره وخته د خپل پلار په اړه د يوې لور د احساساتو د څرګندولو يوه جمله بلله، خو په کندهار کې چې مې د خدای بښلي حميدي کيسې واورېدې نو راته معلومه شوه چې هغه خدای بښلي رښتيا هم له افغانستان سره مينه درلوده.

څلورم تصوير:

په کندهار کې خلک د رخصتيو په ورځو کې د بانډارونو او ميلو لپاره وخت باسي. د ښار شمال لوېديځ ته ارغنداب کې د انارو په باغونو کې مې څو ځله له ملګرو سره ميله وکړه، انار مو وخوړل او له خلکو سره مو وليدل.

احمقان

" امريکايان خپله وايي چې موږ په افغانستان کې احمقان شوو"

په ارغنداب کې د يوه دوست باغ ته ډېر ورغلم او هر ځل به له نويو نويو خلکو سره مخامخ کېدم. کليوال خلک و، خو ذهن يې ډېر روښان و. له ما سره به يې د غزني پر حالاتو تبصرې کولې، ما به خپلې ستونزې ورته ويلې او دوی خپلې، داسې مې احساسوله چې له حالاتو څخه چې زه څومره کړېدلی يم همدغه بزګران تر ما زيات کړېدلي دي او ډېر په اسانه به دا احساس راته کېدو، چې زه او دغه بزګر او کليوال يو مشترک درد لرو.

د ښوونځي او پوهنتون کيسې به يې راسره کولې، دوی به نالوستي و، خو هڅه به يې دا وه، چې ماشومان يې زده کړې وکړي. پر سياسي حالاتو تبصرې به يې راته تر هر څه جالبې وې.

د کابل د راډيو او ټلويزيونونو تر کارپوهانو د حالاتو پر تشريح ښه پوهېدل. لږ تر لږه هغه څه به يې ويل چې په سترګو يې لیدلي ول، له ځانه نه غږېدل. يوه يوه مشر به راته د اعليحضرت محمد ظاهر شاه او بيا راوروسته د ولسمشر محمد داود او نورو واکمنانو کيسې هم کولې.

د کندهار د ښېرازۍ به يې ويل او په هره خبره کې به يې له جګړې څخه د نفرت ښوولو هڅه کوله. دوی رښتيا هم له جګړې ستړي و. د غزني د يخ کيسې به هم کله کله پکې راغلې. د پوستينونونو کيسې چې يو وخت د غزني نه، بلکې د افغانستان د مهمو توليداتو برخه وه.

اوس دغه صنعت په غزني کې ختم شوی دی. په غالب ګمان، د اوړو زړې منډيۍ ته مخامخ ، قصابيو ته څېرمه يو دوکان پاتې دی، او په هغه کې هم هغسې پوستينونه نشته چې زمو مشران يې راته کيسې کوي.

پېنځم تصوير:

په کندهار کې دوه ټلويزيوني چينلونه شته چې يو يې دولتي او بل يې خپلواک دی، تر لسو زياتې ايف ايم راډيو ګانې دي چې شاوخوا اته يې په کندهار ښار کې دي.

د کابل د ايف ايم راډيوګانو او د کندهار د هغو فرق مې ونه ليد. رښتيا په غزني کې هم همداسې دي. عجب تصادف دی. لکه د راډيو ګانو تخنيکي وسايل چې سره ورته وي، محتوا يې هم په ټولو سيمو کې سره ورته ده. په ټولو راډيو ګانو کې ((خود کشه دماکه يم))، ((زه بېجلۍ يم))، ((شين اسمان زرې زرې)) او داسې نورې سندرې دي. په ټولو راډيو ګانو کې محتوا داسې وي لکه يو ځای چې ورته ليکل کېږي او جوړېږي او بيا د کابل،کندهار او غزني ټولو ايف ايم راډيوګانو ته لېږل کېږي.

کارپوهان هم په ټولو سيمو کې يو ډول دي. دکندهار او کابل په کارپوهانو کې مې هېڅ فرق و نه ليد. په کابل کې چې هم څوک پر عربي نړۍ بحث کوي، نه يې عربي زده وي، نه يې انګريزي زده وي او نه ور معلومه وي چې په عربي نړۍ کې څو هېوادونه راځي، په کندهار کې هم همداسې ده.

"ما درته ټول عمر د ګلونو ښار ويلی دی کله مې پېرزو وې په بمونو کندهاره"

په دواړو سيمو کې د کارپوهانو په نظر حکومت بد دی او په تېرو لسو کلونو کې هېڅ نه دي شوي. په دواړو سيمو کې هر څوک په هره برخه کې نظر ورکولای شي، مانا دا چې په دواړو سيمو کې د کارپوه تخصص مهم نه دی. په دواړو سيمو کې کارپوهان ددې لپاره وي چې رسنۍ پرې خپل نشراتي وخت پوره کړي.

په کابل کې مې د يکشنبې پر شپه يو خصوصي ټيلوېزيون ليد. يوه کارپوه جالبې خبرې کولې ، يوه يې دا وه چې: ((امريکايان خپله وايي چې موږ په افغانستان کې احمقان شوو)) وياند ترې بله پوښتنه وکړه او کارپوه ورته وويل چې: (( امريکا د ړنګېدو په حال کې ده.)) په دواړو سيمو کې د کارپوهانو جراءت يو ډول و، هر څه يې ويلای شوای او د هېڅ شي لپاره يې معقول دليل نه درلود.

شپږم تصوير:

په خلکو کې مې د راتلونکي لپاره ډاډ وليد. د کارپوهانو، دولتي چارواکو، خبريالانو، او د پوهنتون د استادانو په يوه غونډه کې مې ګډون وکړ. د ډېرو خلکو په خبرو کې د راتلونکي لپاره ډاډ ښکارېده.

پر دلايلو يې نه غږېږم چې څه ول، خو د بحث د لسګونو ګډونوالو په خبرو کې ډېرې لږې داسې خبرې وې چې زما په اند سرچينه يې احساسات و. بحث له ۲۰۱۴ کاله وروسته د هيلو او اندېښنو په اړه و.

ټولو ګډونوالو په هېواد کې د عدالت غوښتنه کوله او ټينګار يې دا و چې که دا کار وشي نو په افغانستان کې به شخړې ډېرې ورسره راکمې شي. يوه قومي مشر تر نورو ډېرې احساساتي خبرې وکړې.

ده ويل چې بهرنيان اول هم راتلل موږ په دې تمه نه و چې دلته به پاتې کېږي او اوس هم نه وايو چې دوی به تل دلته پاتې کېږي، بناء دا هېواد به پخپله افغانان ساتي. ده وويل چې زه پر شته امکاناتو ډاډه يم چې موږ به د بهرنيانو تر وتلو وروسته افغانستان ښه وساتو.

يو بل مشر بيا په کندهار دکورنيو جګړو په اړه هم خبرې وکړې. ده وويل داسې وخت و چې موږ خپل دښمن ته په سل متره کې نژدې مرکز درلود او نه زه د هغوی سيمې ته تلای شوم او نه هغوی راتلای شوای، مګر اوس حالات داسې نه دي. هر څه پر سم لوري روان دي. ټول حريفان سره نژدې شوي او يو ځای شوي دي خو لا هم کار په کار دی.

اووم تصوير:

څمونګ رورولی دوام لری

څمونګ رورولی دوام لری، پاک افغان دوستي

کندهار زما لپاره افسانوي ښار دی.په ۲۰۰۱ کال کې چې امريکا پرې بمباري پيل کړه، نو د بي بي سي يو پروګرام مې يادېږي چې يوه سندره يې خپره کړه: ((ما درته ټول عمر د ګلونو ښار ويلی دی کله مې پېرزو وې په بمونو کندهاره)).

وروسته وروسته پوه شوم، چې دا شعر تحريف شوی دی. رحمت شاه سايل ډېر کلونه مخکې پېښور ته ويلی و، هغه مهال پېښور ارام و، خو د سايل اروا تر خپل وخت مخکې تللې وه او د پېښور د نني تصوير لپاره يې دا شعر ويلی و. پېښور رښتيا هم اوس د بمونو او چاودنو ښار شوی دی. ډېرې سيمې يې د چاودنو شاهدانې دي.

د سپټمبر په نيمايي کې تللی و. د سيمټي دېوالونو له کبله يې کله کله د کابل څېره غوره کوله. کله چې د سايل شعر په تحريف شوې بڼه کندهار ته ويل شوی و، نو چا پوښتنه ترې کړې وه چې ستا شعر کې د پېښور پر ځای کندهار راوړل شوی او ځينې نورې برخې يې هم اړول شوې، خو سايل ورته ويلي و چې ((فرق نه کوي، کندهار هم زما ښار او پېښور هم.)) زما ذهن همدغې سندرې له کندهار سره تړلی و، او دغه ښار يې د يوه افسانوي ښار په بڼه راته تصويراو.

اوس هم کندهار افسانوي ښار دی، په دغه ښار کې د معاصر افغانستان د بنسټګر احمدشاه بابا او تر هغه ور وړاندې د ايراني يرغلګرو پر ضد د افغان ولسي پاڅون او د هوتکو د پاچاهي بنسټګر ميرويس نيکه خښ دی. د پښتو لرغونو ادبياتو راپاتې ډېرې بېلګې له کندهار سره تړلې دي.

په ۲۰ پېړۍ کې کندهار د افغانانو د دويم فکري غورځنګ (لومړی هغه زه مشروطه غوښتونکو ته وايم) د راټوکولو وياړ هم درلود. ويښ زلميان همدلته راوټوکېدل او ټول هېواد ته خپاره شول. خو ددغه افسانوي ښار فزيکي بڼه ډېره ښه نه ده. برېښنا پکې ډېره لږه ده او د شپې مهال ډېره ځله دومره تياره وي چې زموږ په کلي کې نه وي.

اتم تصوير:

کندهار په تېرو نژدې څلورو مياشتو کې څو ځله ولاړم او راغلم. دغه ولايت ته د ټرانسپورټ تر ټولو خوندي وسيله الوتکې دي. کندهار ته له کابله يو دولتي او يو شخصي ايرلاينز الوتنې لري.

د الوتکو سفر اوس راته داسې شوی دی، لکه د طالبانو په وخت کې پر خراب سړک د موټرو سفرونه. څو ساعته بايد په کابل کې انتظار وکړې. په کندهار کې بيا حالت تر دې هم خراب دی. هلته که يې پر اته بجې ور وغوښتې نو چې بيخي پر خپل وخت الوتکه سفر وکړي نو يو ساعت به دې ځنډوي.

د شېر سرخ زیارت- کندهار

د شېر سرخ زیارت هغه ځای دی، چې صابر شاه ملنګ د احمدشاه بابا پر سر د غنم وږی اېښی و.

داسې وخت هم راغلی دی چې سهار هوايي ډګر ته تللی يم او ماسپين مې الوتنه کړې ده. ډېر ځله داسې هم کېږي چې الوتنه هېڅ و نه شي. کله چې الوتنه وځنډېږي او يا و نه شي نو د هغو کسانو بېړه غرقه وي چې له کابل هوايي ډګر څخه يې د بلې الوتنې ټکټ کړی وي او له هېواده وځي. يوه مياشت مخکې له يوه افريقايي سره همداسې وشول.

له کندهار کابل ته الوتنه ونه شوه او دغه سړی بايد پر هماغې ورځ له کندهاره، کابل، له کابله دوبۍ او له دوبۍ څخه سوېلي افريقا ته تللی و، او پرله پسې ټکټونه يې کړي ول. ستونزه دا ده چې که الوتکه وځنډېږي نو بيا نه څوک د ټکټ مصرف درکوي او نه هم د شپې تېرولو پيسې درکوي.

کندهار ته تګ ته بايد يوه ورځ زيات وخت ورکړل شي، ډېر امکان لري چې الوتنه وځنډېږي او يا بيخي کنسل شي، نو په دې حساب بايد تاسې يوه ورځ وخت ولرئ چې کابل ته راستانه شئ.

نهم تصوير:

د کندهار په ښار کې دننه ټرانسپورټ د سراچو او ريکشا په ولکه کې دی. د ښار سوېل لوېديځ ته ارغنداب ته د تللې لارې پر سر لسګونه ملي بسونه خراب ولاړ دي چې اوس کباړ شوي دي. پر ډېرو بسونو دا کرښه له لري ښکاري چې ((څمونګ رورولی دوام لری، پاک افغان دوستي))

دغه ملي بسونه په تېرو څو کلونو کې هند، پاکستان او ايران د کندهار د ملي بس امريت ته ورکړي ول، خو د نه پاملرنې له کبله اوس ټول ويجاړ شوي دي.

موټر سایکل

د کندهار د ټرافيک ستونزه موټر سايکل دي. په دغه ښار کې زرګونه موټرسايکل ګرځي راګرځي. دغه موټر سايکلونه پليټونه نه لري، او د ټرافيکي سرغړونو پر مهال يې ټرافيک پوليس نه شي پيدا کولای. ډېرې ټرافيکي پېښې هم د همدغو موټرسايکلونو له کبله پېښېږي.

سږ کال د کندهار ټرافيکو وويل چې زرګونه کسان دغلته په ټرافيکي پېښو کې ټپيان او يا وژل شوي دي، چې ډېر يې د موټرسايکل له کبله و. په کندهار کې تر ټولو ډېره غلا هم د همدغو موټرسايکلونو ده. ځکه غلا يې اسانه او بېرته پيدا کول يې ستونزمن وي.

زه چې په لومړيو ورځو کې کندهار ته تللی وم نو موږ ددفتر يو موټر سايکل هم ورک شو. نوی مو اخيستی و او بيا يې پته ونه لګېده.

لسم تصوير:

خامي غاړې په دغه ولايت کې د لاسي صنايعو په کتار کې تر ټولو مهم ځای لري. دغه ښکلې غاړې په کورنو کې مېرمنې ګنډي. دوی پر يوه غاړه ان څو مياشتې وخت تېروي. له دوستانو سره تر خبرو وروسته راته معلومه شوه چې اکثره مېرمنو په دې کار کې د خپلو سترګو ځير هم بايللی دی. نازک کار دی مېرمنې يې په ډېر ځير سره کوي.

پر يوه غاړه ان شپږ مياشتې وخت هم لګېږي خو ستونزه دا ده چې دغه غاړې کوم ځانګړی بازار نه لري او اصلي ګټه يې مېرمنو ته نه رسېږي.

مېرمنې يې د ښار پر دوکاندارانو باندې په ډېره ارزانه بيه پلوري او دوکانداران يې بيا څو چنده لوړې خرڅوي.

د بېلګې په ډول يوه غاړه چې دوکاندار يې له مېرمنو څخه پر ۳۰۰۰ افغانۍ واخلي په بازار کې يې پر شاوخوا لس زره افغانۍ پلوري.

ددې تر څنګ يو ډول نورې غاړې هم شته چې کمپيوټري غاړې ورته ويل کېږي، دغه غاړې په ماشين جوړېږي، له لري يې له لاسي غاړو سره توپير نه وي خو نژدې بيا له ورايه ښکاري. دغو غاړو هم د لاسي غاړو بازار ته زيان رسولی دی.

"هر هېواد بېلا بېل لاسي توکي او صنايع لري، زه فکر کوم د افغانستان د لاسي توکو په لړ کې خامکي غاړې او نور خامکي توکي تر ټولو اسانه بازار موندلی شي. کار ورته په کار دی."

زما زړه پر هغو ښځو خوږېږي چې همدغه غاړې يې د کورنۍ يوازېنۍ عايداتي سرچينه وي خو دوی له ډېرو خواريو وروسته هم ډېره لږه ګټه ترې اخلي او پاتې ټولې پيسې د دوکارانو جيبونو ته ځي.

ما له ملګرو سره په دې اړه ډېر بحثونه کړي، چې څنګه کېدای شي د کندهار غاړو ته سم مارکيټ پيدا شي او يا که غاړي نه وي نو نور داسې لاسي کارونه څنګه دودولای شو، چې له افغانانو پرته نور خلک يې هم واخلي.

مثلا داسې يو کوچنی ټوکر وګنډي، چې د کمپيوټر تر موس لاندې کېښودل شي، تر ګيلاس لاندې کېښودل شي، سرميزي او داسې نور ډېر څه شته چې لاسي ګنډل شوي توکي ورته کارول کېدای شي. خو تر ټولو مخکې بايد دغو توکو ته مارکيټ ولټول شي.

هر هېواد بېلا بېل لاسي توکي او صنايع لري، زه فکر کوم د افغانستان د لاسي توکو په لړ کې خامکي غاړې او نور خامکي توکي تر ټولو اسانه بازار موندلی شي. کار ورته په کار دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .