ستاسو غږ: د ښځو مهر، ميراث او ولور

تيره اوونۍ د افغانستان د علماو سراسري شورا له غړو سره د ليدو پر وخت ولسمشر کرزي وويل چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او په هغوی باندې ظلم د اسلام او بشریت سره دښمني ده.

د علماو شورا دا دیني او انساني وظیفه وبلله چې په وړاندې یې ودرېږو او ټولنه په دې پوه کړو چې نور د خپلو خویندو په وړاندې له ظلم او تاوتریخوالي څخه کار وانه خلي.

د علماو شورا وويل د دیني لارښوونو په اساس ښځې د لوړ مقام خاوندانې دي او د انساني مقام له نظره د خدای په دربار کې د ښځې او نر ترمنځ هېڅ توپیر نشته

د ښځولپاره بايد ځانگړى(مهر)يا ولور د ديني علماو په مشوره چارواکي اوستره محکمه وټاکي اود ټول ولس لخواعملي کړل شي نه عملي کوونکو ته يې سخته سزاورکړل شي

گلالى له کندهاره په برېښناليک کې

مولوى قیام الدین کشاف د ښځو د مهر خوړل او د هغوی په بدو کې ورکول حرام وبلل او دا کار یې د رشوت او سود له حرام عمل سره یو شان وباله.

په افغانستان کې د ولور مساله هم د ډيرو په گومان لوى مشکل جوړ کړى دى.و د مهر نه ورکول او له ميراثه يې محرومول څرنگه ختميداى شي؟

څوک بايد په دې برخه کې کار وکړي؟ستاسو غږ دا اوونۍ دا پوښتي چې په بدو کې د ښځو ورکول، د ولور اخيستل او د ښځ

قومي مشران، ديني علما، چارواکي او عام ولس څه کولى شي؟

ستاسو غږ راديويي ، ويديويي او ان لاين خپرونه ده.

که ثبت شوى ويديويي پيغام يا پوښتنه راليږئ لطفآ تر ٣٠ ثانيو يې مه اوږدوئ او په دې برېښناليک يې راوليږئ: pashto@bbc.co.uk

ښځې

لا تر اوسه د افغان ميرمنو په وړاندې گڼ خنډونه شته

سر له اوسه د بي بي سي پښتو ايميل ته او يا هم د بي بي سي پښتو فيسبوک کې خپل نظر ليکلى شئ.

د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلېفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

خپل پیغام د ايس ايم ايس له لارې هم پر دې شمېرې رالېږلئ شئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسو ځينې برېښناليکونه

زۀ د غزني يم، هلته ولور دود دى. هغه پلرونه چې ولور نه هم غواړي مجبور دي چې وايې خلي، که بې ولوره څوک واده شي هغې نجلۍ ته خلک پېغور کوي چې په مور و پلار تاوان وې. د دغه ډول فکر پر ضد بايد تبليغ وشي.

رڼا جلالزۍ له انگلستانه په برېښناليک کې

جوادي کویت

زما په اند د لور اخیستل په خپله مهر دی،که ولور نه وي نو بیا خو د نجلۍ مور وپلار لور ته څه نه اخلي. په دې بحث کې زما په اند اړینه خبره دا ده چې دغه ولور باید راکم شي او کوم ولور چې اخیستل کیږي هغه ټولې روپۍ نجلۍ ته ورکړل شي ځکه چې دا د هغې حق دی نه د مور او پلار . په افغانستان کې د نجلۍ لومړنی حق د مور و پلار له خوا پایمال دی، چې هغه له هغې څخه نه پوښتنه کول دي او په خپل سر یې میړه ته ورکوي،چې له همدې بې برخۍ لويې ستونزې بیا همدا کورنۍ ګوري. باید لوڼو ته حق ورکول شي چې ځان ته خپل راتلونکی په خپله وټاکي،که دا وشي نو د ولور ستونزه په خپله حل ده.

محمد يونس له هلمنده

ولور يو ملا ماتوونکى بار دى ټول ځوانان له دې ناوړه کاره کړيږي.

سيد عمر عمران له کويته: د يوۀ افغان کيسه کوي چې په دوبۍ کې کار کوي او خسر يې په دې شرط وادۀ ورسره منلى چې ولور به پور وي او ورو ورو به يې پرې کوي، د خسر د ليک يوه برخه داسې ده: "خسردې نه يم پوروړى دې يم بس دى ډيره موده وشوه نور نو راته خسر ما وايه زما پيسې را وليږه بيا كه راته خسر وايي كه بل څه خوښه دي خپله، زه دې د خلكو په پيغورو باندې له كلي نه ورك كړى يم."

روح الله , وردگ

زموږ په جامعه کې یو ناوړه عمل چې هغه هم د ولور لوړه کچه ده زیاتې ناخوالې رامنځ ته کولای شي او رامنځ کړې دي زیات افغانان وروڼه د دې مصیبت سره لاس اوګریوان دي.

د خداى لپاره دا د ولور او نجلۍ په بدي کې ورکول يا د پيسو لپاره سپين ږيري ته پيغله نجلۍ ورکول دا کار يوازې په يادولو نه منع کيږي عملآ کار ورته وکړئ.

نقيب الله ځلاند له اماراتو په برېښناليک کې

نقيب الله ځلاند له متحدو عربو اماراتو څخه

د خداى لپاره دا د ولور او نجلۍ په بدي کې ورکول يا د پيسو لپاره سپين ږيري ته پيغله نجلۍ ورکول دا کار يوازې په يادولو نه منع کيږي عملآ کار ورته وکړئ.

ډاکټر يامين له کابله

ولور او مهر دوه بېل نومونه دي. موږ باید ولور ته مهر ونه وایو ځکه ولور هغه دودیزه پیسې دي چې د نجلۍ پلار یې د خپلې لور د خاوند نه اخلي. بیا نو د ده خوښه ده چې لور ته پرې څه اخلي یا نه.خو مهر په میړه باندې د ښځې هغه حق دی چې مخکې له واده یې باید ورکړي. او بیا د نجلۍ خوښه ده چې څه پرې کوي. یانې د نجلۍ پلار يې په تصرف کې حق نه لري . راځئ چې د ولور په ځای مهر دود کړو، چې دنیاوي او اخروي دواړه ګټې لري . په بدو کې ورکول خو لا څه چې ډیری علما بدل کول هم حرام بولي.

بې نومه د پکتيکا له مرکز ښرنې

د پکتیکا ولایت په ځینو سیمو کې اوس د ولور اخیستل مشخص شوي دي. چې دغه کارد قومي مشرانو او سپين ږيرو له شوى. دا یوه مشخصه او کمه اندازه ده. زه شخصآ له دغه مقدار سره مخالف نه یم. خو د میراث موضع هغه فکر کوم له نورې نړۍ څخه افغانستان توپیر لري. افغان میرمنې په کلیو کې کار کولو ته نه شي تللى. حال دا چې د کور ټول مصارف نارینه کوي. نو آیا اسلام او قانون به څنګه دوى ته د میراث حق ورکړي. په هغه مال کې چې د ورور لخوا ګټل شوى وي؟

ولور د کرغیړن رواج د ختمېدو لپاره یوازې د دینی علماوو او خطیبانو هڅې یو څه ځای نیولې شي چې له بده مرغه تر اوسه مې داسې ملا نه دی لیدلى چې دا کار یې رد کړى وي

نجيب الله له کابله

نجیب الله, کابل

د ولور د کرغیړن رواج د ختمېدو لپاره یوازې د دینی علماوو او خطیبانو هڅې یو څه ځای نیولې شي چې له بده مرغه تر اوسه مې داسې ملا نه دی لیدلى چې دا کار یې رد کړى وي بلکه د یوې ورېښمینې لونګۍ او یوه خېټه ډوډۍ لپاره یې اکثرآ خوله پټه ساتلې ده - دې مدني ټولنو او دولتی پالیسیو ته زموږ خلک ارزښت نه ورکوي د هغوی هڅې بې ځایه دی.

گلالى ، گلدم له کندهاره

زما په نظرد ښځولپاره بايد ځانگړى(مهر)يا ولور د ديني علماو په مشوره چارواکي اوستره محکمه وټاکي اود ټول ولس لخواعملي کړل شي نه عملي کوونکو ته يې سخته سزاورکړل شي همدارنگه ښځه د نامزادۍ په وخت کې بايد دهغي د نژدي همدردې لخوا وپوښتل شي چې په همدې نامزادي خوښه ده کنه؟ بدبختانه زموږ په ټولنه کې ښځوته دا حق هيڅ نه ورکول کيږي.برعکس د ښځې په غياب کې د کورنۍ يوغړى د هغې د وکالت دنده ځانته ورکوي معصومه ښځه که په بدو يا بدله کې ورکوي

دا يې د کورنۍ د غړي اختيارات دي دا د ځان لپاره شرم گڼو چې ښځه دې د خپل ژوند انتخاب په خپله وکړي.

حيات الله داوري , هلمند

د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى په افغاني ټولنه کې تر بل هر څه زيات ليدل کيږي .ولور اوس په افغانستان کې د تجارت په توګه کارول کيږي .خلک ډير کوښښ کوي چې خپلې لوڼې بډايه کس ته ورکړي څو ډيرې پيسې ترې واخلي .په ميراث کې خو ښځې ته بيخې ونډه نه ورکول کيږي . خو د نارينو تر منځ هم کله کله شخړې پرې کيږي ټول افغانان په دې پوهيږي چې د لورګانو پرسر پيسې اخيستل ناروا دي خو دوى يې دود بولي او وايي که يې لور د ولور نه پرته کوم ځوان ته ورکړي بيا خلک پرې بد وايي.

په ميراث کې خو ښځې ته بيخې ونډه نه ورکول کيږي . خو د نارينو تر منځ هم کله کله شخړې پرې کيږي ټول افغانان په دې پوهيږي چې د لورګانو پرسر پيسې اخيستل ناروا دي خو دوى يې دود بولي

حيات الله داوري له هلمنده په برېښناليک کې

محمدرحیم تړون , کابل

مهر یا ولور د نجلۍ حق دی که یې اخلي او که یې خاوند ته پریږدي مګر د پلاراو وروڼو حق نه دی چې وايې خلي دغه د اسلام له نظره رواه کار دی.

سيد عبدالله له پېښوره

په افغانستان کې په سلو کې نهه نوي خلک ښځو ته مهر نه ورکوي حتى دينداره خلک هم دا کار نه کوي.

عطا الله فضلي , مزار شریف

د ولور په هکله باید ووایم چې مهر په اسلام کې روا دی او نجلۍ ته دا حق ورکړل شوی دی چې څومره هم اخلي اخستی یې شي خو غوره نکاح هغه ده چې مهر یې کم وي اوبیا مهر هم د نجلۍ خپل حق دی چې هر څه پرې کوي مثلآ خپله پرې تجارت کوي، پلار ته یې ورکوي، میړه ته یې ورکوي مال یې خپل دی . خو زموږ په ولایت (کونړ) کې خلک ولور اخلي خو ټول بیرته نجلۍ ته په کورني وسایلو رانیولو مصرفوي چې دا کړنه هم باید اصلاح شي او ولور ټول نجحلۍ ته ورکړل شي او د کور وسایل خپله په زوم دي .

انجنیر شیرزاد ناڅرگند ځاى

موږ افغانان د ښځو د حقوقو مخالف نه یو او اسلام چې کوم حق ښځې ته ورکړی د دنیا په هيڅ وخت قانون او مذهب کې نشته مګر د غربیانو او د اسلام دشمنان چې څه وايي مطلق فحش او فساد دی.

شيرزاد له کابله

ملايان بايد دا چاره ترسره کړي، دولت او خلک يې بايد ملاتړ وکړي.

حمزه عزت الله له سعودي

د مهر او د ولور په منځ کې توپير شته ، ولور هغه مال ته وايي چې د نجلۍ پلار يې اخلي ، او مهر هغه مال ته وايي چې نجلۍ ته ورکول کيږي. ولور شرعي بڼه نه لري او مهر د نکاح له شرطونو څخه دى. يعنې نجلۍ ته بايد مهر لازمي ورکړاي شي ، او د مهر د زياتوالي حد مقرر نه دى ، په هر څومره چې ښځه او خاوند سره راضي شول . خو اسلام خپل پيروانو ته وايي : چې د کومې ښځې مهر لږ وي ، د هغې به برکت زيات وي ، او د رسول الله بيبيانو مهر ډير کم و ، او خپله لور يې هم په ډير لږ څيز حضرت علي (( رض )) ته په نکاح کړه.


رڼا جلالزۍ له انگلستانه

زۀ د غزني يم، هلته ولور دود دى. هغه پلرونه چې ولور نه هم غواړي مجبور دي چې وايې خلي، که بې ولوره څوک واده شي هغې نجلۍ ته خلک پېغور کوي چې په مور و پلار تاوان وې. د دغه ډول فکر پر ضد بايد تبليغ وشي.

محمد طاهر احمدزی, اوسلو ناروی

زما په نظر که لومړی افغانان ځانونه صحیح مسلمانان بولي نو ولور ، د میراث څخه محرومول ، د هغوی مهر نه ورکول او ولور اخیستل په اسلام کې ناروا دي که صحیح مسلمانان شو نو دا ناوړه عمل ختمیدی شي بله دا چې ولور اخیستل په افغانستان کې یو رواج دی چې اوس یې یو تعداد خلک البته زموږ په منطقه (جلال اباد) کې نه اخلي خو په دې برخه کې د علماوو له خوا عامه پوهونه د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د مختلفو لارو لکه مسجدونو، رادیوګانو ، تلویزونونو او نور چاپي رسنیو او په غونډو او مجلسونو ډیر ضروري دي.

له بي بي سي پښتو فيسبوک څخه

کريم شاه خان: زما په فکر دومره زیات ولور لکه اوس چې په پښتني سیمو کې رواج دی دا به د اسلام له نظره هم روا او جایز نه وي . ځینو کسانو خو د خور یا لور ولور پر سرمایه حساب کړی وي او ځان ته یې داسې روا سرمایه بولي لکه په خپل مټ چې یې پیدا کړې وي.

شمل شمال: همدومره ظلم بس دى ډير ښايسته ځوانان مو د دوبۍ په گرميو کې تباه کړل صرف د دې لپاره چې ولور پوره کړي، يوه مياشت به يې د واده نه وي تيره بيا مخ په دوبۍ روان وي او هلته د عربو مزدوري کې کلونه تير کړي نوې ناوې يې د راتلو په تمه زړه شي ماشوم يې پيدا شي ولې هغه د ظالم ماما او بابا د لاسه د پلار په ژوندوني يتيم وي يقين وکړئ دوستانو دا يو ډير لوى ظلم دى راځئ چې مخه يې ونيسو.

عبدالله مياخيل: د ښځو خرڅول هيڅ د منلو نه دي، خرځول او يا په بدو کې ورکول خورا بد کلتور دى. د ښځو په خرڅولو څوک زړور نه شو بللى.

راځئ په دې خبرې وکړو چې څنګه ولور په ګټه مصرف کړو .. مثلا که چیرې یو پلار په خپله لور ولور اخلي نو هغې ته دي د پلاستیکی ظرفونو او تشتونو په ځاي یوه میږه واخلي

فرشته جلالزۍ له بي بي سي پښتو فيسبوک څخه

شاه نور: که په رښتيا پښتنولي تعقيبوو نو بايد ښه ټولنه ولرو او ښځو ته ځينې ازادۍ ورکړو.که نجونو او هلکانو ته د خپلې خوښې د وادۀ موقعې ورکړو ښه خبره به وي. که نه نو نامعلوم خلک د يوې نجلۍ غوښتنې ته ورځي او هغوى ولور ترې غواړي.

فرشته جلالزۍ: به افغانستان کې د کلتوري مسایلو بدلیدل شاید په پیړیو کې هم ممکن نه وي ځکه داسې قراردادي خبرې لکه ولور د خلکو د ذهن او عقیدې په بافت کې ګډ شوي دی. موږ او تاسې باید د افغانستان دننه خبرو ته په افغاني نظر وګورو او له بهرنیو لنزونو افغانستان ته ونه ګورو . ولور په افغانستان کې د خلکو دود دی او داسې منل کیږي لکه د مسلمانی د تکمیل لپاره چې د کلمې ویل دی (یوازې د مثال په توګه ) ... په دې بحث کول چې ولور بد دی ، ښايي دومره ګټه ونه لري لکه څومره چې په دې خبرې وکړو چې له ولور څخه څنګه مفیده ګټه اخیستل کیداي شي. ضرور نه دى چې موږ خپل دود له منځه یوسو بلکه ښه ده چې په سم ډول یې بدل کړو . لکه اور ، که همداسې ورته وکتل شي نو د سوځیدو سبب کیږي خو که سمه استفاده ځیني وشي نو د بشريت د ژوند تکمیلونکی دی ... راځئ په دې خبرې وکړو چې څنګه ولور په ګټه مصرف کړو .. مثلا که چیرې یو پلار په خپله لور ولور اخلي نو هغې ته دي د پلاستیکی ظرفونو او تشتونو په ځاي یوه میږه واخلي .... یا دې یوه غوا ورته واخلي ... یا مثلا که د چا زوم نجار وي نو پلار کولای شي چې د توشکو په ځاي د نجاري وسایل خپل زوم ته واخلي ... یا لور او زوم ته یوه نمره ځمکه واخلي چې بیا وروسته کور پرې جوړ کړي ... که څنګه ؟

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012

.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .