هدايت الله هميم
کابل

د مرغانو والګی له مرغانو انسان ته لېږدېدلی شي.
د امریکا متحده ایالتونو له "ساینس" او "نېچر" علمي مجلو غوښتي چې د مرغانو له والګي د خوندي ساتلو په موخه د خپلو علمي معلوماتو یو بک اپ Backup جوړ کړي.
امریکا وايي دا کار باید له دې کبله وشي، چې له دغو معلوماتو د بیولوژیکي وسلې په کارولو کې ګټه وانخیستل شي.
د مرغانو والګی له یوه انسان وبل ته په اسانۍ لېږدېدلی شي.
راپورونه وايي چې پوهانو د امریکا دې غوښتنې ته په پام سره د خپلو علمي معلوماتو د خوندي ساتلو کار پیل کړی.
د امریکا یوې حکومتي سلاکارې جرګه ګۍ دا امکان هم لیرې ونه باله، چې ګني ترهګر به د "ساینس" او "نېچر" علمي مجلو پټو معلوماتو ته لاره ومومي.
د امریکا د بیولوژيکي امنیت د ملي علمي څېړنو شورا یا (ان اس اې بي بي) له دواړو مجلو د خپلو معلوماتو د خوندي ساتلو غوښتنه کړې.
دغې شورا ددې امکان رامنځته کېدو خبرداری ورکړی چې ددغو مجلو معلومات او لاسته راوړنې کېدای شي د مخربو خلکو له خوا ګډې وډې شي.
خو دواړو مجلو بیا د امریکا پر دې غوښتنې نیوکه کړې او وايي چې دومره ډېر ساینسي معلومات یې د پلټونکو له خوا خوندي ساتل ډېر وخت ته اړتیا لري.
دا له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د بیولوژيکي امنيتي شورا له خوا ساینس پوهانو ته د خپلو معلوماتو د خوندي کولو دویمه غوښتنه ده.

د ویلو د هچې د مرغانو والګی د هغو انسانانو د مړینې سبب هم ګرځي، چې په والګي له اخته مرغانو سره سروکار لري.
په ۲۰۰۱ کال د امریکا پر ځینو اهدافو د انټراکس پوډر په مټ د یو لړ بریدونو هڅې وشوې.
دغه شورا وايي چې په څېړنو کې دوه ګونی کارول هم امکان لري، داسې چې له عامې روغتیا ور هاخوا د بیولوژيکي ترهګرۍ د جوړېدو سرچینه هم وګرځي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا متحده ایالتونو د روغتیا په ملي انستیتیوت کې د بیولوژيکي ټیکنالوژۍ د څانګې د مدیرې ډاکټرې امي پیټرسن له خولې ویلي، د بیولوژيکي د خوندي کولو شورا تر دې وړاندې د پلټونکو معلوماتو د پټو ساتلو غوښتنه نه وه کړې.
د ویلو ده چې د مرغانو والګی د هغو انسانانو د مړینې سبب هم ګرځي، چې په والګي له اخته مرغانو سره سروکار لري.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .