
له دې کمپیوټر جوړېدو هدف ټیکنالوژۍ ته د نوي نسل د لاسرسی اسانتیا رامنځته کول دي.
تمه کېږي چې ډېر ژر به د Raspberry Pi په نامه یو نوی شخصي کمپیوټر یا Personal Computer جوړ شي.
ددغه نوي کمپیوټر بیه به یوازې ۲۵ امریکايي ډالر وي.
ددغه کمپیوټر له جوړېدو هدف ټیکنالوژۍ ته د نوي نسل د زلمیانو ورماتول دي.
په دې کمپیوټر کې ځینې پرزې د ګرځنده تیلې فون په څېر دي، چې د اوپن لینکس چلیځ به پکې کارول کېږي.
اوس ددغه کمپیوټر پر جوړوې شوې یوې نسخې ازموینه کېږي، که بریالی وخېژي، نو په راتلونکې جنورۍ کې به یې تولید ډېر او بازار ته راووځي.
ددغه کمپیوټر د تولید مفکوره د ډیویډ برابن له وېدیويي لوبو اخیستل شوې ده.
برابن غوښتل چې پر عصري ټيکنالوژۍ لانور ځوانان او نوی نسل ورمات کړي.
د برابن په ځينو لومړنیو لوبو کې هغه د خپل ښوونځي له ملګري ایان بل سره لوبه جوړه کړې، چې مشهوره یې د Elite لوبه ده.
لاهم د ټیکنالوژۍ په ډګر کې نوي څيزونه جوړېږي، د تېرې جمعې په ورځ (د دسمبر ۲۳) ددغه نوي او ارزانه کمپیوټر د لومړۍ نسخې د بشپړېدو اعلان وشو.
ددغه کمپیوټر پر Mother Board یا د هارډویر د مهمې تختي اصلي توکي جوړ شوي دي.
دوه نمومې
ددغه کمپیوټر د جوړوونکي شرکت لیز ابتن ویلي: "که چرې دغه ازموینې بریالۍ وخېژي، نو په ګڼو شرکتونو کې به دا لړۍ جاري وساتو."
























