BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
د محرميت تگلاره
 
 
د محرميت تگلاره

له تاسو څخه ستاسو په اړه د ترلاسه شويو خصوصي معلوماتو په باب زموږ د تگلارې سپيناوى په همدې لاندې کرښو کې موندلى شئ .

١ : زموږ نيت
٢ : د وېبپاڼې د ليدونکو په باب معلومات
٣ : کوکييز څه دي ؟
٤ : د شخصي معلوماتو سپارل
٥ : ستاسو خصوصي معلومات د چا په واک کې ؟
٦ : ١٦ کلن او تر هغو د کښته عمر اېنټرنيټ کاروونکي
٧ : د خپلو کوکييز کنترولول او موندل په څه ډول کولى شئ ؟
٨ : څرنگه پوهيدلى شئ چې کومه وېبپاڼه کوکيز کاروي ؟
٩ : د خپلو کوکيز کوډ څرنگه ليدلى شئ ؟

١ : زموږ نيت
کله نا کله زموږ د وېبپاڼې د کارولو يا ورڅخه د معلوماتو د موندلو لپاره له تاسو غوښتل کيږي چې د ځان په باب خصوصي معلومات راکړئ د سارې په ډول نوم ، د برېښنا ليک پته او يا داسې نور . په دغو معلوماتو کې خبر پاڼې ، سيالۍ ، برېښناليک ته د خبرونو رسيدل ، ژوندى چټ يا گپ شپ ، پيغامونه او يا هم د بي بي سي اېنټرنيټ غړيتوب وي .

٢ : د وېبپاڼې د ليدونکو په باب معلومات
د بي بي سي د وېبپاڼو د ليدو پر وخت چې کومې وېبپاڼې تاسو وينئ يو څه د کوکيز په نامۀ ستاسو کمپيوټر ته کښته کيږي يا ډاونلوډيږي . ( په دې باب نور معلومات په درېمه ماده کې لوستى شئ . ) که ټولې نه وي نو ډيرې زياتې وېبپاڼې دا کار کوي ځکه چې په دې ډول د وېبپاڼې جوړونکى پوهيدلى شي چې دغه کارونکى او کمپيوټر يې کله پخوا هم د دوى پاڼې ته راغلى و که نه .

د کوکيز په مټ ترلاسه شوي معلومات له موږ سره مرسته کوي چې تاسو ته لا ښه وېبپاڼه جوړه کړو او د خپلو کارونکو په باب هم له ځان سره معلومات ومومي چې څه خوښوي . د سارې په توگه که يو ځل تاسو زموږ د ښوونې او روزنې پاڼې ته ورغلي ياست نو په دوهم ځل چې تاسو راشئ نو د ښوونې او روزنې په باب معلومات به درته جوت کړو .
د ريډ شرييف په نامۀ يوه خپلواکه څېړونکې کمپنۍ زموږ لپاره د ليدونکو هغه معلومات ټولوي چې شخصي نه وي . دوى هغه کوکيز او کوډونه کاروي چې زموږ په وېبپاڼو کې ځاى پر ځاى شوي دي . کوکيز او کوډونه دواړه هغه معلومات ټولوي چې د وېبپاڼې کومو برخو ته تاسو ورغلى ياست ، په کومې پاڼې کې مو څومره وخت تېر کړى دى ، په څه ډول زموږ پاڼو ته راغلي ياست ، ستاسو د کمپيوټر ښيښې يا سکرين جوړښت څه ډول دى او داسې ځينې نور معلومات . بي بي سي په دې ډول او دې ته ورته په نورو لارو ټول شوي معلومات کاروي چې د خپلو وېبپاڼو کاروونکيو ته لا ښه اسانتيا برابره کړي .
که چيرې تاسو غواړئ چې د ريډ شرييف کوکيز رد کړئ نو د ٧ مې مادې په مټ دغه کار کولى شئ . د کوډ د ورکولو لپاره تاسو بايد مستقيمآ يوه غوښتنه وکړئ د برېښناليک پته ده : privacy@redsheriff.com
د ريډ شرييف د محرميت په تگلارو نور معلومات د دوى له وېبپاڼې هم ترلاسه کولى شئ : http://www.redsheriff.com/6.0.0.htm.

٣ : کوکييز څه دي ؟
کله چې تاسو يوې وېبپاڼې ته ورځئ نو ستاسو کمپيوټر ته په اوتومات ډول يو کوکيز سپارل کيږي . کوکيز د متن يو فايل يا دوسيه ده چې ستاسو کمپيوټر موږ ته راپېژني . کوکيز په يوازې سر کوم اېنټرنيټ کارونکى نه راپېژني يوازې کمپيوټر يې راپېژني . ډيرې وېبپاڼې دا کار په دې دليل کوي چې خپلو پاڼو ته د ورتلونکو کسانو شمېره جوته کړي .

کوکيز د وېبپاڼې يوازې هغه برخې له ځان سره ثبتوي چې کمپيوټر ورغلى وي دغه راز دا هم معلوموي چې د څومره وخت لپاره دغۀ کمپيوټر هورې پاتې شوى دى . کمپيوټر کارونکي دا توان لري چې کوکيز ومني او يا يې رد کړي . دغه راز دوى کولى شي په دې پوى شي چې کله کوکيز فعاله شوي او کله نه دي فعاله . که څوک يې نه غواړي نو دا به په دې مانا وي چې ځينې اسانتيا به هم ونه لري .
يادونه : که تاسو له خپل کمپيوټرڅخه د کوکيز د ردولو غوښتنه نه وي کړې بيا هم تر هغو په ناپېژندل شوي توگه د بي بي سي وېبپاڼې کارولى شي چې ځان مو راسره نه وي راجستر کړى او پخپله مو ځان نه وي راپېژندلى .

٤ : د شخصي معلوماتو سپارل
کله چې تاسو د بي بي سي وېبپاڼو ته خپل شخصي معلومات ورکړئ ( د سارې په توگه د کومې سيالۍ لپاره ، د بي بي سي وېبپاڼې د غړيتوب لپاره يا کوم بل څه ته ) موږ له قانون سره سم پړۀ يوو چې دغه معلومات خوندي وساتو . موږ بايد دغه معلومات په صادقانه ډول راټول کړو . موږ بايد دا سپينه کړو چې دغه معلومات به په څه ډول کاروو . ( لطفآ هغه يادونه ولولئ چې پکې د ځانگړو اېنټرنيټ پاڼو يادونه شوې چې وايي ولې دغو معلوماتو ته اړتيا لرو ) دغه راز موږ بايد تاسو خبر کړو چې دغه معلومات به نورو ته هم سپارو که نه . له لويه سره بي بي سي ته سپارل شوي ستاسو هر ډول معلومات به يوازې په بي بي سي کې دننه کاريږي او د بي بي سي د اينټرنيټ پاڼې د اسانتياو برابرونکي به ترې استفاده کوي . ستاسو له اجازې پرته به دغه معلومات په هيڅ ډول له بي بي سي دباندې بل چا ته نه سپارل کيږي البته که قانون اجازه راکوله او يا يې اړ ويستو نو دا کار شونى دى . دغه راز که چيرې تاسو بي بي سي اېنټرنيټ پاڼو ته سپکوونکي يا نامناسبه مواد وليږل او يا مو خنډ پيدا کوونکى حالت غوره کړ نو بي بي سي به دغه ډول چلند جدي وبولي او ستاسو په باب له شته معلوماتو به په هر ډول کار واخلي چې دغه ډول چلند بند کړي . په دې برخه کې ښايي دريمگړي خبر شي د سارې په ډول ستاسو د کار مشرانو ته ، ښوونځي يا د برېښناليک درسپارونکو ته ښايي ستاسو ليکنې او چلند جوت شي .

موږ به تر هغو ستاسو په باب معلومات له ځان سره وساتو چې ستاسو غوښتنه پر ځاى وي که غوښتنه او پوښتنه مو پاى ته رسيدلي وي نو دغه معلومات پاکوو . که د بي بي سي د وېبپاڼو غړيتوب لرئ نو ستاسو په باب معلومات به تر هغو راسره وي چې دغه غړيتوب مو ساتلى وي که مو ختم کړ معلومات به مو هم پاک شي . د احتياط له مخې ښايي بي بي سي د پيغامونو دوسيه له ځان سره وساتي ( په دغو پيغامونو کې د پيغامونو متن ، د غړيو نومونه ، وخت او نېټه شامله ده . ) که د راجستر لپاره خصوصي معلومات نه وي ټول شوي يوازې د کومې سيالۍ لپاره غونډ شوي وي په داسې حالاتو کې به دغه معلومات يوازې تر هغو خوندي وي چې دغه سيالي او چارې يې پاى ته نه وي رسيدلي . موږ دا ډاډ درکوو چې ستاسو په باب ټول شوي معلومات به له موږ سره د ١٩٩٨ کال د معلوماتو د خوندي کولو له برتانيوي قانون سره سم خوندي وي .

که چيرې د بي بي سي د وېبپاڼې له خوا تاسو ته خبر درکړل شي چې ستاسو معلومات به بي بي سي ته واک ورکړي چې د اداري چارو لپاره له تاسو سره اړيکي ټينگي کړي نو د دې مانا دا ده چې بي بي سي ښايي له تاسو سره په گڼو مواردو کې تماس ونيسي دا به هغه برخې وي چې تاسو يې غوښتنه کړې ده . د سارې په توگه ښايي موږ تاسو ته د يوۀ پاسورډ يا پټ ټکي د په زړۀ کولو لپاره اړيکي ټينگي کړو او يا هم د کومې اسانتيا د ختميدو خبر درکړو . موږ به د اعلاناتو لپاره له تاسو سره اړيکي نه ټينگوو . د سارې په ډول که تاسو له موږ نه وي غوښتي نو داسې نه کوو چې د د خپلې وېبپاڼې په باب له نويو پرمختياو تاسو خبر کړو.

٥ : ستاسو خصوصي معلومات د چا په واک کې ؟
تاسو دا حق لرئ چې له بي بي سي څخه د خپلو شخصي معلوماتو يو نقل ترلاسه کړئ او کومه ناسمه برخه پکې سمه کړئ . ( موږ د دغو معلوماتو د درسپارلو لپاره ١٥ امريکايي ډالره لگښت غواړو ) لطفآ خپله غوښتنه په دې پته راوليږئ . Data Protection Officer, MC3 D1, Media Village, 201 Wood Lane, London, W12 7TQ (Email: dpa.officer@bbc.co.uk.

٦ : ١٦ کلن او تر هغو د کښته عمر اېنټرنيټ کاروونکي
که چيرې ستاسو عمر ١٦ کاله او يا هم تر دې کښته وي او غواړئ چې خپل شخصي معلومات بي بي سي ته وسپارئ نو لطفآ د خپلو ميندو پلرونو او يا هم پالونکو اجازه ترلاسه کړئ . د ياد شوي عمر اېنټرنيټ کارونکي د خپلو ميندو پلرونو او يا هم پالونکو له اجازې پرته له بي بي سي سره خپل شخصي معلومات نه شي شريکولى .

٧ : د خپلو کوکييز کنترولول او موندل په څه ډول کولى شئ ؟
که چيرې تاسو د نيټسکېپ ٦ کاروونکي ياست :
1. Edit, then
2. Preferences
3. Click on Advanced
4. Click on Cookies
که چيرې تاسو اينټرنيټ ايکسپلورر ٦ کاروئ :

1. Choose Tools, then
2. Internet Options
3. Click the Privacy Tab
4. Click on Custom Level
5. Click on the 'Advanced' button
6. Check the 'override automatic cookie handing' box and select Accept, Block or Prompt for action as appropriate.
که چيرې تاسو اينټرنيټ ايکسپلورر ٥ يا ٥.٥ کاروئ :

1. Choose Tools, then
2. Internet Options
3. Click the Security tab
4. Click on Custom Level
5. Scroll down to the sixth option to see how cookies are handled by IE5 and change to Accept, Disable, or Prompt for action as appropriate.

که چيرې تاسو اينټرنيټ ايکسپلورر ٤کاروئ :
1. Choose View, then
2. Internet Options
3. Click the Advanced tab
4. Scroll down to the yellow exclamation icon under Security and choose one of the three options to regulate your use of cookies.

که چيرې تاسو اينټرنيټ ايکسپلورر ٣کاروئ :
You can View, Options, Advanced, then click on the button that says Warn before Accepting Cookies.

: که چيرې تاسو اينټرنيټ ايکسپلورر ٤کاروئ :
On your Task Bar, click:
1. Edit, then
2. Preferences
3. Click on Advanced
4. Set your options in the box that says Cookies.

٨ : څرنگه پوهيدلى شئ چې کومه وېبپاڼه کوکيز کاروي ؟

که چيرې تاسو د نيټسکېپ ٦ کاروونکي ياست :
1. Edit, then
2. Preferences
3. Click on Advanced
4. Click on Cookies
5. Click the View Cookies button

که چيرې تاسو اينټرنيټ ايکسپلورر ٥ يا ٦ کاروئ :
1. Choose Tools, then
2. Internet Options
3. Click the General tab
4. Click Settings
5. View Files
که چيرې تاسو اينټرنيټ ايکسپلورر ٤کاروئ :
:

On your Task Bar, click:
1. View, then
2. Internet Options
3. Under the tab General (the default tab) click
4. Settings
5. View Files.
که چيرې تاسو اينټرنيټ ايکسپلورر ٣کاروئ :

On your Task Bar, click:
1. View
2. Options
3. Advanced
4. View Files.

٩ : د خپلو کوکيز کوډ څرنگه ليدلى شئ ؟
کوکېز کېکاږئ چې پرانيستل شي . تاسو به يو لنډ متن او شمېرې ووينئ . شمېرې ستاسو پېژندونکى کوډ ښيي . همدا شمېرې يوازې هغه څوک ليدلى شي چې تاسو ته دغه کوکيز درکوي .

 
 
 
نور خبرونه
 
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت