د بن په کنفرانس کې نړېوالې ټولنې ژمنه وکړه چې د ښې حکومتولی په شرط، چمتو دي چې تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان ترڅنګ ودرېږي. افغانستان هم په کنفرانس کې ژمنه کړې چې د نړيوالو مرستو د دوام لپاره به د اداري فساد پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د بن په نړيوال کنفرانس کې له ۲۰۱۴ کال وروسته له نړېوالې ټولنې څخه پر ملاتړ ټينګار وکړ. په دغه کنفرانس کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادو نژدې زرو استازو ګډون کړی وو.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير له خپلې پاکستانۍ سيالې سره د بن پر کانفرانس تيلې فوني خبرې کړي او اسلام اباد ډاډ ورکړى چې دوى د افغانستان له امنيت سره دلچسپي لري.

اوريدلوخت: 02:58

bbc.co.uk navigation

BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .