خسرو سنگروال
لندن مېشتى افغان ډاکټر

کپلر ٢٢ ستورى له ځمکې نژدې دوه نيم برابره لوى دى
د ستورپوهنې په یو نړیوال کنفرانس کې د متحده ایالاتو یوې څېړنیزي ډلې د یو داسې ستوري د پېژندلو ایښنده خبر واوروه چې له ډېرو اړخونو ځمکې ته ورته دی.
دا ستوری چې (کپلر ۲۲بي) نومول شوی دی زموږ د یو ګاونډي لمریز نظام په یوه داسې تړانګه کې چې «د ژوندانه وړ سیمه» یا Habitable Zone بلل کېږي، خپل لمر نه تاوېږي.
انسانان له لسیزو راهیسې د کهکشان په بې سر او پایه لمن کې د ژوند د نښونښانو په لټون کې دي، خو تر اوسه پورې له ځمکې نه پرته په بل کوم ستوري کې د داسې یو چاپېریال د شتون نښې نه دي لیدل شوي چې د ژوند لپاره مناسب شرايط ولري.
د ناسا کارپوهانو هوډ څرګند کړ چې په راتلونکو سل کلونو کې به وشي کولی چې یو انسان وړونکی څېړندویه توغندی د ځمکې له لمریز نظام نه د باندې واستوي.
اوس د کپلر ۲۲بي له پېژندنې سره د ستورپوهانو او ستورمزلو علمي تلوسه په دې ډګر کې لا ډېره شوې ده.
کپلر ۲۲بي د ځمکې نه نژدې دوه نیم ځلې لویه ده او د تودوخې کچه پکې یوازې ۲۲ سانتي ګراده ده.
تر اوسه پورې چې کوم ستوري دې تړانګه کې پېژندل شوي دي د تودوخې کچه پکې یا ډېره لوړه او یا هم ډېره ټیټه ده.
که څه هم دا لا جوته نه ده چې دا نوی پېژندل شوی ستوری له بخار، اوبلنو توکو او که ډبرینو توکونه جوړ دی خو څنګه چې د کپلر ۲۲بي لمر د ځمکې د لمر په پرتله په
سلو کې پنځه ویشت ځلې لږ تود دی نو له همدې کبله دلته د تودوخې کچه ډېره مناسبه ده، او د تودوخې همدې مناسبې کچې ستورپوهان هیله من کړي دي چې کېدای شي دلته اوبه په اوبلنه بڼه وي.
اوبلنې (مایع) اوبه د ژوند د شتون لپاره اړینې بلل کېږي.
خو دا هر څه په دې مانا هم نه دي چې دا نوی پېژندل شوی ستوری ارومرو د ژوند لپاره مناسب چاپېریال لري.
ډېرې داسې نورې ځانګړنې هم شته چې د ژوند د شتون لپاره اړینې بلل کېږي، د بېلګې په توګه د یو ساز او نا زهرجن اتوموسفیر شتوالی. تر اوسه پورې شوو څېړنو او سپوږمکیزو انځورونو د دې نورو اړینو ځانګړنو د شتون پخلی نه دی کړی.
ستونزه دا ده چې کپلر ۲۲بي له ځمکې نه شپږسوه نوري کاله واټن لري او یو نوري کال نژدې ۹،۵۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ کیلومترو سره برابر دی. د ناسا تر ټولو چټک ستورمزلی توغندی په یوه ثانیه کې یوازې ۴۵ کیلومتره مزل کوي.
ستونزه دا ده چې کپلر ۲۲بي له ځمکې نه شپږسوه نوري کاله واټن لري
دا په دې مانا ده چې که چېرې انسانان وغواړي کپلر ۲۲بي ته کوم څېړندوى توغندی واستوي، نو د شته اسانتیاوو په مټ به په لسګونو زره پېړۍ ولګېږي چې دا خیالي توغندی کپلر ۲۲بي ته ورسېږي.
خو د امریکا د فضايي څېړنو مرکز (ناسا) هیله منه ده چې داسې یو څه تر دې ډېر ژر شوني دي.
په یوه بله څېړنیزه غونډه کې په دې وروستیو کې د ناسا کارپوهانو هوډ څرګند کړ چې په راتلونکو سل کلونو کې به وشي کولی چې یو انسان وړونکی څېړندویه توغندی د ځمکې له لمریز نظام نه د باندې واستوي.
کومې کاري ډلې چې کپلر ۲۲بي ستوری موندلی دی په خپله غونډه کې د ۱۰۹۴ نورو نوو ستورو د میندلو خبر هم ورکړ، چې له دې شمېر نه یوازې ۴۸ ستوري د ژوندانه وړ سیمه کې ګرځي، او ځمکې ته ډېرې ورته بلل شوي دي.
هیله څرګنده شوې ده چې په نژدې راتلونکې کې به نور ورته ستوري هم وپېژندل شي.
BBC © 2012 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .