|
د پوهنې وزارت: ''ښوونځى وژغورئ''
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونځيو د سوځېدولو د لاملونو او حل لارو په اړه د (( ښوونځی وژغورئ)) په نوم يو راپور چمتو کړی دی
.
ددغه وزارت د رسنيو دبرخې مشر محمداصف ننګ وايي چې د دوی دموندنو پر بنسټ ډېر ښوونځي د امنيتي ځواکونو د نشتوالي له امله سوځول او ويجاړېږي . دده په وينا په دغه راپور کې دښوونځيو د سوځېدو او ويجاړيدو دمخنيوي په اړه هم يو شمېر ټکي راغونډ شوي دي چې نن به يې له رسنيو سره شريک کړي . دغه اويا مخيز راپور چې ټاکل شوې ده نن رسنيو ته وړاندې شي په افغانستان کې د ښوونځيو د سوځېدو او ويجاړو پر لاملونو او حل لارو راچورلي . د پوهنې د وزارت درسنيو د برخې مشر محمد اصف ننګ وايي چې ښوونځي په هغو لري پرتو سيمو کې سوځول کېږي چې امنيتي ځواکونه پکې لږ او يا نشته : ((درې څلور عمده او اساسي ټکي دي، يو عمده لامل يې دا دی د افغانستان په کومو سيمو کې چې ښوونځي تر ګواښ لاندې دي، هلته د امنيتي ځواکونو دايمي شتون نشته، هلته په پټه توګه ښوونځي سوځول کېږي، بل داسې يو احساس بايد په خلکو کې ژوندی شي، چې ښوونځي د خلکو ناموس دی، چې بايد پام ورته وکړي او په تېرو کلونو کې دې ته چندانې کار نه دی شوی .)) ښاغلي ننګ که څه هم د چا د نوم له اخيستلو يې ډډه وکړه خو زياته يې کړه چې دافغانستان د ښمنان ښوونځي سوځوي . خو اوس مهمه خبره داده چې څنګه کېدای شي ددغه کار مخه و نيول شي . د پوهنې وزارت پخپل چمتو کړي راپور کې په دې اړه هم شمېر ټکو ته اشاره کړې ده . ښاغلی ننګ وايي د راپور پر بنسټ وايي چې د ښوونځيو دسوځولو د مخنيوي لپاره بايد د خلکو او مخالف لوري په منځ کې د ښوونځي په اړه بدفهمي له منځه يووړل شي : ((ځينې اساسي چارې يې بايد ترسره شي، چې هغه د امنيت ټينګول دي، بل دا چې معارف په سيستماتيکه توګه پر خلکو پورې وتړل شي او خلک يې خپل مال وبولي، بل دا چې عامه پوهاوی پراخ او د علماوو او نخبه ګانو نقش زياتول دي، بل دا چې د نړيوال مرستې راجلب شي او بدلي ښوونځي پرې جوړ شي، )) د راپورونو له مخې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دمګړۍ جګړې روانې دي خو ويل کېږي افغانستان يواځېنی هېواد دی چې لا هم ښوونځي پکې سوځول کېږي . د پوهنې وزارت په وينا يواځې سږ کال پکې ٦٢ ښوونځي سوځول شوي او ويجاړ شوي دي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
وسله والو د بالابلوک يوښوونځی سوځولی 07 جون, 2009 | افغانستان
لوګر کې د نجونو دوه ښوونځي سوځول شوي01 جون, 2009 | افغانستان
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||