|
افغانستان کې درې امريکايان وژل شوي
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان کې ناټو ځواکونو د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی .
ناټو د يوې خبرپاڼې په خپراوي سره ويلي چې يوبل امريکايی قراردادي هم د افغانستان په ختيځ کې وژل شوی دی . له دې سره افغانستان کې د روان کال له پيله ٤٧٠ بهرني پوځيان وژل شوي، چې تر نيمايي ډېر يې امريکايان دي . تېره ورځ ناټو او افغان ځواکونو د هېواد په لوېديځ کې د يولړ عملياتو پرمهال د يوشمېر وسله والو د وژلو ادعا کړې وه . د تېر اکتوبر په وروستيو کې د افغانستان په سوېلي ولايت کې اته امريکايي پوځيان د سړک غاړې ماين ووژل . په تېر اکتوبر مياشت کې افغانستان کې د امريکايي وژل شوو سرتيرو شمېر ٥٥ تنو لوړه شوه . وړاندې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل له اوباما نه افغانستان ته د ٤٠ زره نورو پوځيانو د استولو غوښتنه کړې وه . دا مهال په افغانستان کې تر ٦٥ زرو ډېر امريکايي پوځيان مېشت دي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
هوايي بريد ٤ پوځيان ٣ پوليس ووژل07 نومبر, 2009 | خبرونه
کابل: د ناټو پر اډه 'ځانمرګی بريد' وشو13 نومبر, 2009 | خبرونه
ناټو وايي د نادرکه شوي پوځي مړی يې موندلی11 نومبر, 2009 | افغانستان
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||