BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:45 گرينويچ 2009 ,14 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
لوی څارنوال د ځينو تورنو چارواکو نومونه افشا کړل
 

 
 
لوی څارنوال محمد اسحق الکو
اسحاق الکو د يو شمېر پخوا نيو وزيرانو او چارواکو په گډون د حج او اوقافو په وزارت کې دا اوس د اداري فساد د يوې قضيې د څېړنې خبر ورکړ .
د افغانستان لوى څارنوال په اداري فساد داخته لوړ پوړو چارواکو په اړه نور معلومات ورکړل .

محمد اسحاق الکو وايي د ولسمشر کرزي د کابينې د ترانسپورټ د ٢ پخوانيو وزيرانو او د اريانا د پخواني مشر نادر اتش په گډون د کندهار هرات، مزارشريف او ننگر ولايتونو ښاروالان په ادرې فساد تورن دي .

بل خوا د دغه هېواد ستره محکمه وايي که ولسمشر ورته واک ورکړي کولى شي له ځانگړې محکمې پرته تورن وزيران دفساد په تور محکمه کړي .

په دې وروستيو کې د افغان دولت له هر ګوټه له اداري فساد سره د مبارزې د چټکتيا رپوټونه تر غوږو کېږي .

د افغانستان لوى څارنوال هم پر نورو چارواکو وريو ځاى شو او په اداري فساد يې د يو شمېر تورنو چارواکو نمونه خبريالانو ته په ډاگه کړل .

اسحاق الکو د يو شمېر پخوا نيو وزيرانو او چارواکو په گډون د حج او اوقافو په وزارت کې دا اوس د اداري فساد د يوې قضيې د څېړنې خبر ورکړ .

 زه فکر کوم چې دا تر ډېره تشريفاتي بڼه لري او هېڅ مانا نه لري، ځکه چې اوس يو کمېسيون جوړ شوی چې اداري فساد به ورکوي، 22 ميليونه ډالر دې ته ځانګړي شوي دي .
 
وحيدالله غازي خېل

ښاغلى الکو په ډاگه کړه چې د اوسنۍ کابينې يو شمير وزيران ، يو شمېر مرستيال وزيران، يو شمېر اوسني او پخواني واليان، او نورو ولايتي او مرکزي لوړ پوړي چارواکي په اداري فساد ککړ دي .

ده يې د نومونو له ښولو ډډه وکړه خو څرگنده يې کړه چې دوسيې يې څېړل کېږي :

((په دوى کې د کابېنې يو شمېر پخواني او اوسني وزيران، يو شمېر ښاروالان، يوشمېر معينان او د يو شمېرڅانگو ريسان شامل دي .

د ښاغلي قادري او قاسمي دوسيې ترڅېړنې لاندې دي او ښاغلى اتش امريکا ته تللى او د هغه د نيولو جلب مو انټرپول 'نړيوالو پوليسو' ته سپارلى چې له هغه ځايه راولي . ))

د قانون جوړه شوې مسوده

د افغانستان لوى څارنوال وايي له وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو پرته په شته محکمو کې محکمه کړي خو د افغانستان قوانين د فساد په تور د تورنو وزيرانو لپاره د ځانگړې محکمې د جوړولو وړانديزونه کړي او ددغې محکمې د رامنځ ته کولو لپاره سترې محکمې د افغانستان ملي شورا ته د قانون جوړه شوې مسوده د منلو لپاره ليږلې .

خو د سترې محکمې يو چارواکي عبدالمالک کاموي وايي که ولسمشر ورته ځانگړى واک ورکړي نو تورن لوړ پوړي چارواکي په ټولو محکمو کې محکمه کولى شي .

دا لومړى ځل نه دى چې په افغانستان کې په اداري فساد کې د لوړ پوړو چارواکو د ښکېلتيا خبره کېږي، خو په افغان حکومت کې په سملاسي توگه د فساد د جرړو ويستلو لپاره دنړيوالو فشارونوپه لړ کې د افغانستان لوى څارنوال ژمنه کوي چې که مرسته ور سره وشي فساد د ختمولو په ډگر کې به افغانانو او نړيوالو ته په څو مياشتو کې د خپلې مبارزې اثرات وښيي .

خو يو شمير افغان کار پوهان لکه وحيدالله غازي خيل په اوسنيو وختونو کې چې ولسمشر کرزى د نوې کابينې او حکومت په جوړولو بوخت دي ددغه ډول ژمنو ورکول د نړيوالو فشارونو يو ډول ځواب بولي :

((زه فکر کوم چې دا تر ډېره تشريفاتي بڼه لري او هېڅ مانا نه لري، ځکه چې اوس يو کمېسيون جوړ شوی چې اداري فساد به ورکوي، ٢٢ ميليونه ډالر دې ته ځانګړي شوي دي . ))

خو د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو لخوا په ادار ي فساد له يو شمېرککړو لوړ پوړو چاروا څخه ريښتينې پلټنې به بې له شکه چې د فساد په وړاندې مبارزې باندې د خلکو با ور زيات اوتر يوه بريده به نړيوال قانع کړي .

خو له دغې سترې او پراخې ناروغۍ د افغانستان خلاصول لويه ننگونه بلل کېږي چې د عملي کېدو پر وړاندې يې په خپله چارواکي د تورنو د تښتېدو، دوى ته يو شمېر کسانو د واسطه کولو او پلټونکو ته د بډو د وړاندې کولو په څېر نور لوى خنډونه پر وړاندې پراته بولي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت