BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:37 گرينويچ 2009 ,13 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ځينې وزيران په مالي فساد تورن شول
 
لوی څارنوال محمد اسحق الکو
لوی څارنوال وايي ده غوښتنه کړې ده، چې په اساسي قانون کې د جګپوړو تورنو چارواکو د محاکمه کولو مادې ته ځای ورکړل شي .
د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي چې د افغان حکومت يوشمېر وزيران په اداري فساد تورن دي چې د يوې ځانگړې محکمې له جوړېدو وروسته به يې دوسيې په بشپړه توگه و ارزول شي .

د افغانستان لوى څارنوال اسحق الکو له بي بي سي سره په يوې ځانگړې مرکه کې که څه هم د دغو وزيرانو په اړه ډير جزييات ور نکړل خو دايې په ډاگه کړه چې د حکومت د يوشمير برحاله او مخکينيو وزيرانو د فساد کچه په ميليونونو ډالرو ته رسېږي .

د نوموړي په وينا د ځينو افغان وزيرانو له لوري فساد د توکو د پير او دتړو نونو د لاسليکېدو پرمهال شوي دي .

ښاغلى الکو وايي د اداري فساد پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او قانون به پر ټولو يو شان پلى کوي .

لوی څارنوال اسحق الکو بي بي سي ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې يوشمېر اوسني او پخواني وزيران د ميليونونو ډالرو د وهلو په تور همدا اوس تر څېړنې لاندې دي :

رښتينی ډاډ
 افغانستان اوس د فساد ستونزې د حل، د سيمه ييزو حکومتونو پياوړتيا، د افغانستان ټولو برخو ته د رسېدو او د دې لپاره چې افغانانو ته خپل راتلونکي په اړه يو رښتينی ډاډ وکړي، نويو او بيړنيو تدبيرونو ته اړتيا لري .
 
ګورډن براون

((يو تعداد وزيران شته، خو د محکمې لخوا چې دوی مجرم نه وي ثابت شوي، نو اصلاً د هغوی د نومونو د افشا کېدو قانوني صلاحيت نشته، خو دوی په ډېره لوړه کچه فساد تورن دي، خو دوه برخې يې ډېرې مهمې دي، يو د خريدارۍ په برخه کې فساد او بل په قراردادونو کې . ))

لوی څارنوال وايي ده غوښتنه کړې ده، چې په اساسي قانون کې د جګپوړو تورنو چارواکو د محاکمه کولو مادې ته ځای ورکړل شي .

تېره ورځ په کابل کې د امريکا سفير سپينې ماڼۍ ته په استولي ليک کې افغانستان ته د زرگونو نورو امريکايي عسکرو له لېږلو سره مخالفت څرگند کړى دى .

د سفير کارل ايکنبيري په ډېپلماتيک ټلگرام کې چې جزييات يې مطبوعاتو ته راوتلي، د حامد کرزي په مشرۍ د افغان حکومت پر وړتيا او په هغه کې د فساد پر شتوالي شک ښودل شوى دى .

حامد کرزی
 موږ به خپله پوره هڅه وکړو چې د حکومت له لمنې نه د فساد تور داغ ليرې کړو او نړيوالو ته ثابته کړو چې افغانان خپلو هڅو کې ريښتيني دي
 
حامد کرزی

خو د اټلانټيک سمندر دواړو غاړو کې ګوتنيوونکي دا پوښتنې راپورته کوي چې د ټاکنو دغه پايلې د دومره قربانيو سپيناوی کولی شي .

د برتانيا لومړي وزير ګورډون براون خپل پارلمان ته وويل چې د ښاغلي کرزي د دويم پړاو ولسمشري بايد له لومړي پړاو زيات توپير ولري :

((افغانستان اوس د فساد ستونزې د حل، د سيمه ييزو حکومتونو پياوړتيا، د افغانستان ټولو برخو ته د رسېدو او د دې لپاره چې افغانانو ته خپل راتلونکي په اړه يو رښتينی ډاډ وکړي، نويو او بيړنيو تدبيرونو ته اړتيا لري . ولسمشر کرزي له ماسره موافقه وکړه چې افغانستان اوس د خپل پوځ او پوليسو شمېر زياتولو او پياوړلو ته اړتيا لري، چې له مخې به يې وکولی شو د بريتانوي ځواکونو شمېر کم کړو . ))

افغان ولسمشر حامد کرزي هم ژمنه کړې وه ، چې د خپلې ادارې له لمنې نه به د فساد تور خال ليرې کړي :

((موږ به خپله پوره هڅه وکړو چې د حکومت له لمنې نه د فساد تور داغ ليرې کړو او نړيوالو ته ثابته کړو چې افغانان خپلو هڅو کې ريښتيني دي .))

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
د اداري فساد پرضد ځانګړې څارنوالي
19 اپريل, 2009 | افغانستان
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت