BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 04:52 گرينويچ 2009 ,11 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
سپنتا: نړۍ د جنګسالارۍ په اړه ٢ مخی سياست لري
 

 
 
رنګين دادفر سپنتا
ښاغلي سپنتا وويل جنگسالار، جنگسالار دى، ښه او بد نلري، او په وينا يې هغوى چې په دوى کې ښه او بد جوړوي، يو خطرناک سياست يې خپل کړى دى
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير نړيواله ټولنه په دغه هېواد کې د جنگسالارانو په اړه په دوه مخې سياست تورنه کړه .

وزير رنگين دادفر سپنتا تور ولگوو چې يو شمېر ځواکمن هېوادونه د خپلو شخصي گټوپه خاطر نن پر يوه کس د جنگسالارۍ ټاپه لگوي، خو په خبره يې سبا بيا همدغه کس جنگسالار نه بولي .

ښاغلي سپنتا دا څرگندونې په کابل کې د خپل سويډني سيال سره په يوگډ خبري کنفرانس کې وکړي .

افغان ولسمشر حامد کرزى د لويديځ له لورې له سختو فشارونو سره مخامخ دى چې په نوي حکومت کې جنگسالارانو ته ځاى ورنکړي .

په اصل کې د بهرنيو چارو د افغان وزير رنگين دادفر سپنتا دغه څرگندونې د ملگرو ملتونو او لويديځ، هغو غوښتنو ته يو ډول غبرگون و چې ولسمشر کرزى دې په نوې کابينه کې هغه څوک چې جنگسالاران بلل کېږي، پرېنږدي .

هغه وايي جنگسالاران چې د دوى په گټه دي، ښه دي، خو هغوى چې له دوى سره نه دي، ناوړه دي .

ښاغلي سپنتا وويل جنگسالار، جنگسالار دى، ښه او بد نلري، او په وينا يې هغوى چې په دوى کې ښه او بد جوړوي، يو خطرناک سياست يې خپل کړى دى :

... نه دا چې د جنگسالارانو مرسته وکړو
کارل بيلټ
 موږ د حکومت جوړونې او سولې د راوستولپاره دلته يو، نه دا چې د جنگسالارانو مرسته وکړو . له همدې امله موږ بايد له دغې لارې د افغانستان د پراختيا ملاتړ وکړو .
 
کارل بيلټ، د سويډن بهرنيوچارو وزير

جنگسالاري ښه او بد نه لري

'' د يوشمېر بهرنيو کړيو ستونزه دا ده ، هغه جنگسالاران چې د دوى ملگري دي، ښه دي او هغوى چې ورسره نه دي بد دي . جنگسالاري بده ده ،که څه هم د کوم هېواد ملگرې وې او يا هم مخالفه يې وي،بايد له هغې سره په هر حال کې مبارزه وشي، جنگسالاري ښه او بد نه لري . زه هيله مند يم، نړيواله ټولنه او هغوى چې په دې اړه ټينگار کوي ډېر ښه کار دى، خو بايد توپېر په کې و نشي، نه دا چې يوه ته په بل باندې ترجيح ورکړل شي، داسې چې زموږ جنگسالاران ښه دي او د حامد کرزي جنگسالارن بد دي، دا خطرناکه سياست دى .''

د ښاغلي سپنتا اشاره په عمومي ډول نړيوالې ټولنې ته وه، بې له دې چې په کوټلي ډول ووايي څوک د چا ملاتړ کوي .

وزير سپنتا دا څرگندونې په کابل کې د خپل سويډني سيال او د اروپايي ټولنې د ورغلي پلاوي له مشر' کارل بيلټ' سره گډې خبرې غونډې ته کولې .

ښاغلي بيلټ د اروپايي ټولنې له نامه ټينگار وکړ چې د افغانستان د نوي حکومت په ټينگښت کې به خپلې مرستې روانې وساتي :

'' موږ د حکومت جوړونې او سولې د راوستولپاره دلته يو،نه دا چې د جنگسالارانو مرسته وکړو . له همدې امله موږ بايد له دغې لارې د افغانستان د پراختيا ملاتړ وکړو . ''

له کله نه چې حامد کرزى بيا ولسمشر ټاکل شوى نړيوالو په راتلونکې افغان کابينه کې د جنگسالارانو د نه شتوالي غوښتنې کړي دي .

څو ورځې وړاندې په کابل کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کاي ايده وويل دوى په راتلونکي افغان حکومت کې جنگسالاران نه شي زغملى اوس د دې وخت رسېدلى چې بايد اصلاحات راشي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت