BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:20 گرينويچ 2009 ,11 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې اعلانېږي
 

 
 
د ټاکنو خپلواک کميسيون نښان
د ټاکنو د کمېسيون د ابتدايي پايلو د اعلان له مخې چې د کمېسيون په وېبپاڼه کې خپرې شوې، د ٣٣ ولايتونو بريالي کانديدان شاوخوا ٣٨٠ تنه ښوول شوي، چې ٢٥ په ١٠٠ کې يې مېرمنې دي .
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي په نژدې راتلونکي کې به د ټولو ولايتي شوراگانو وروستۍ پايلي اعلان کړي .

کمېسيون وايي ددوى له لورې د رايي شمېرنې کار بشپړ شوى او همدا چې، د انتخاباتي شکايتونو د اوريدو کمېسيون د يوشمېردرغليو د ادعاوو سپيناوۍ وکړي،دوى به پايلې په ډاگه کړي .

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لومړنۍ پايلې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې اعلان کړې ، خو هغه مهال يو شمېر کانديدانو د ټولو نهايي پايلو د اعلانولو غوښتنه کوله .

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ولايتي شوراگانو د رايي شمېرنې بهير يې بشپړ کړى او په نژدې راتلونکي کې به يې وروستۍ پايلې په ډاگه کړي خو و يې نه ويل چې، له نژدې راتلونکي نه يې هدف څومره وخت دى .

د ټاکنو کمېسيون د ولايتي شوراگانو د نهايي پايلو د ځنډ اصلي علت د يو شمېر کانديدانو له لورې په ټاکنو کې د درغليو د ادعاوو څېړل ښيي چې، وار له مخې د انتخاباتي شکايتونو کمېسيون ته سپارل شوي دي .

٤٠٠ څوکۍ ٣٠٠٠ کانديدان
د افغانستان د ټولو ولايتي شوراگانو د ٤٠٠ څوکيو څه باندې ٣٠٠٠ کسانو سيالي کوله

دا هغه کمېسيون دى چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې شاوخوا يونيم ميليونه رايي کوټه وبللې او ټاکنې يې دويم پړاوو ته وغزولې .

د ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې د درغليو تر ټولو ډېرې ادعاوې د ننگرهار ولايت کانديدانو کړي چې له امله يې لا د دغه ولايت ابتدايي پايلې نه دي اعلان شوي .

د انتخاباتو د کمېسيون وياند نور محمد نور وايي همدا چې د شکايتونو کمېسيون دوى ته د ادعا شوو درغليو د ارزونو پايلې وسپاري، دوى به نهايي نتايج اعلان کړي .

د ولايتي شوراگانو ټاکنې د تېرې اگست مياشتې پر ٢٠ مه نېټه د ولسمشرۍ له ټاکنو سره همهاله ترسره شوى .

که څه هم د ولايتي شوراگانو ابتدايي پايلي اعلان شوي خو يو شمېر کانديدان د نهايي پايلو د سملاسي اعلان غوښتنه کوي .

د ټاکنو د کمېسيون د ابتدايي پايلو د اعلان له مخې چې د کمېسيون په وېبپاڼه کې خپرې شوې، د ٣٣ ولايتونو بريالي کانديدان شاوخوا ٣٨٠ تنه ښوول شوي، چې ٢٥ په ١٠٠ کې يې مېرمنې دي .

د افغانستان د ټولو ولايتي شوراگانو د ٤٠٠ څوکيو څه باندې ٣٠٠٠ کسانو سيالي کوله

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت