|
د برېښنا بېلونه کمپيوټرايز کيږي
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د برېښنا شرکت پر داسې يوه سيسټم کار پيل کړی چې د برېښنا د مصرف ټول حسابونه به کمپيوټري او عايد به يې ډېر او منظم
شي .
د چارواکو په وينا د دغه سيسټم له مخې به د هر پېرودونکې کور ته د برېښنا کمپيوټري بيل ورځي چې له هر ډول لاسوهنې به پاک وي . په افغانستان کې دا مهال د برېښنا ټول مصرفونکي په پخوانيو سنتي لارو د برېښنا د بيلونو پيسې بانکونو ته سپاري . په همدغه لارو کې له يوې خوا د برېښنا شرکت وا يي چې د برېښنا پېرودونکې په مېټرونو کې لاس وهي او له دوی څخه برېښنا غلا کوي او له بلې خوا پېرېدونکې هم شکايت کوي چې د برېښنا د لګښت په اړه روڼ حساب نشته او تر خپلې کچې زياتې پيسې ورڅخه اخيستل کېږي . دوه لکه او څلوېښت زره پېرودنکي د افغانستان د برېښنا شرکت يو چارواکی ميرويس عالمي وايي چې ددغو ستونزو د هواري لپاره يې پر يو داسې سيسټم کار پيل کړی چې د برېښنا اړوندو ټول حسابونه به ورسره رڼه او ستونزې به هواري شي . دده په وينا د سيستم کار به په شپږو مياشتو کې بشپړ شي او ورسره د برېښنا موسسې عايد منظم شي . ښاغلي عالمي وويل چې دغه سيسټم به له پېرېدونکو سره د برېښنا د بيل په تحويلو کې مرسته وکړي : ده زياته کړه چې دغه سيسټم په نورو هېوادونو کې تجربه شوی او ډېر ګټور دی . نوموړي وويل چې دا مهال منظم پېرودونکي نشته او له همدې امله د عايداتو دقيق ارقام هم نشته . د برېښناشرکت وايي دا مهال دغه شرکت په کابل کې دوه لکه او څلوېښت زره پېرودنکي لري خو په دې تمه دي چې د روان لمريز کال تر پايه به دغه شمېره درې لکه ته لوړه شي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
کابل: دبرېښنا يوه نوې شبکه جوړه شوه 04 سپتمبر, 2009 | خبرونه
په کابل کې د ډيزلي برېښنا دستګاه پرانستل شوه05 اگست, 2009 | خبرونه
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||